
مرتضیٰ سولنګي: طالبانو ۳۰ کاله وړاندې افغانستان په «ژوندي دوزخ» بدل کړی و
د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضیٰ سولنګي پر طالبانو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې د دوی واک ته رسېدو افغانستان په «ژوندي دوزخ» بدل کړی و.

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضیٰ سولنګي پر طالبانو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې د دوی واک ته رسېدو افغانستان په «ژوندي دوزخ» بدل کړی و.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په ملاګوري سیمه کې د پولیسو سیمهییز مشر ریاض حسین اپریدی د قاچاقبرانو په ډزو وژل شوی دی.

د ننګرهار د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د جلالاباد ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د عربانو ګولایي په سیمه کې یو کس د کورنۍ شخړې له امله پر خپلې خواښې او اوښي ډزې کړې، چې له امله یې دواړه ټپیان شوي دي.

د افغانستان د جمهوري نظام پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلاماباد له طالبانو څخه یوازې د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل غوښتنه کوي، خو د میلیونونو افغانانو وضعیت یې له پامه غورځولی دی.

د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر پر ۲۷مه کابل تازه د طالبانو لاس ته لوېدلی و. ښار لا د جګړې له شور او وېرې نه و وتلی، چې د طالبانو یوه ډله د ملګرو ملتونو هغه دفتر ته ورغله، چې پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله پکې پناه اخېستې وه.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د اوبو له لارې د لېږدېدونکو او د واکسین په وسیله د مخنیوي وړ ناروغیو خپرېدل او هېواد ته د راستنېدونکو پراخ بهیر د روغتیا پر سیستم فشار زیات کړی او د ناروغیو د مخنیوي او بیړني غبرګون لپاره لا ډېرو سرچینو او مرستو ته اړتیا ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی،چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې په جوزجان، نیمروز، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۱۴ تنه د غلا او «اخلاقي فساد» په تړاو نیولي دي.

د سوېلي افریقا په جوهانسبرګ ښار کې پر یوې شرابخانې د اتو وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. پولیسو د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ د وزیر هاتي خېلو سیمه کې وسلهوالو ۱۳ کسان تښتولي. ځايي سرچینې وایي، یاد کسان هغه مهال ونیول شول چې د ناامنۍ او روان کړکېچ له امله یې خپلې کورنۍ او شتمنۍ خوندي سیمو ته لېږدولې.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د «خاتم الانبیا پروژې» ۶۰۰ جریبه ځمکه، چې د ښار په ۱۲مه ناحیه کې د قلعه قل محمد په سیمه کې موقعیت لري، د دولتي غصب شویو ځمکو د قضیو د ځانګړې محکمې د حکم له مخې دولتي اعلان شوې ده.

په بدخشان کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د غالیو اوبدلو صنعت ۱۰ سلنه پیاوړی شوی او اوس مهال شاوخوا ۲۰۰ ښځې د غالیو اوبدلو په کارخونو کې فعالیت کوي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو د نرښځیانو ټولنې پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هغوی د ستونزو د ژر حل لپاره په امنیتي مرکزونو کې د ځانګړو ډېسکونو د جوړولو پرېکړه کړې ده. د چارواکو په وینا، لومړی ډېسک به په چارسده کې پرانیستل شي.

د «کالیبر» د راپور له مخې، د سعودي عربستان پر ښارونو او مهمو تاسیساتو د حوثیانو د وروستیو بریدونو له زیاتېدو وروسته د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د «مکې دفاعي تړون» د عملي کېدو په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

د بدن ښکلا برخه کې افغان لوبغاړي علي بلال «د۲۰۲۶د بدن ښکلا» سیالیو کې د فزیک برخه کې دویم مقام خپل کړ او د سپینو زرو مډال یې وګاټه.

د افغانستان د ښځو شورا بنسټګرې فتانه اسحاق ګیلاني وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د دې هېواد د حیثیت، راتلونکي او نړیوال ځای پر وضعیت اغېز کوي او د دې وضعیت پر وړاندې د افغانانو چوپتیا د اندېښنې وړ ده.

د الجزیرې «انسایډ سټوري» پروګرام کې ګډونوالو ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ یوازې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) له فعالیتونو سره تړاو نه لري، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالې بېباورۍ، اختلافاتو او امنیتي سیالیو دوام هم پکې مهم رول لري.

د پاکستان په لاهور کې پولیسو د یوې ۲۰ کلنې اذربایجانۍ مېرمنې د شکایت پر بنسټ د درېیو ناپېژاندو کسانو پر ضد د ډلهییز جنسي تېري دوسیه ثبت کړې ده. مېرمنې ویلي، تورنو د موټر سپرلۍ ورکولو په پلمه له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولې او هلته یې پرې جنسي تېری کړی دی.

د جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني مشر فضلمحمود فضلي وايي، د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو بنسټونو جوړول او د هغوی د دوام لپاره د زمینې برابرول د افغانانو خپله دنده ده او نړیواله ټولنه یې پر ځای نه شي ترسره کولای.

د بلوچستان ایالت په ډېره بګټي، خضدار او کویټه کې د نښتو او ډزو په جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو، ګډو هېوادونو او پراختیا وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ښځو لپاره د امیندوارۍ د مخنیوي او کورنۍ تنظیم خدمتونو د ملاتړ په موخه به ۲۵۴ میلیونه پونډه نوې بودیجه ځانګړې کړي.

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (فایو) وايي، په بدخشان، بامیان، غزني، کونړ او پکتیا ولایتونو کې یې ۴۶۸ کورنیو ته لمریز منقلونه ورکړي، څو د سونتوکو د راټولولو او مصرف اړتیا، د لوګي ککړتیا او پر طبیعي سرچینو فشار راکم کړي.