
فتانه ګیلاني: په ښځو محدویتونه د افغانستان د حیثیت او راتلونکي پر وړاندې جدي اغېز لري
د افغانستان د ښځو شورا بنسټګرې فتانه اسحاق ګیلاني وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د دې هېواد د حیثیت، راتلونکي او نړیوال ځای پر وضعیت اغېز کوي او د دې وضعیت پر وړاندې د افغانانو چوپتیا د اندېښنې وړ ده.



















