
په اُردن کې پر یوې کلیسا د وسلهوالو په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي
د اُردن دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې په کرک ښار کې په یوې کلیسا کې د جنازې د مراسمو پر مهال د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د اُردن دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې په کرک ښار کې په یوې کلیسا کې د جنازې د مراسمو پر مهال د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، دمګړۍ له افغان طالبانو سره د مذاکراتو په تړاو هیڅ نوی وړاندیز تر بحث لاندې نشته او تر هغې چې طالبان له خپلې خاورې د پېښېدونکو ګواښونو مخنیوی ونه کړي، نورې خبرې اترې به کومه عملي ګټه او مثبته پایله ونه لري.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي په ۲۰۲۶ کال کې د ملګرو ملتونو د خبریالانو د ټولنې د برنزو جایزه وګټله.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز وايي، د شنبې ورځې د لاریونونو د امنیت لپاره به په ټول هېواد کې ۷۰ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شي. نوموړي د افراطي کیڼ اړخو له لوري د لوټمارۍ او تاوتریخوالي د زیاتېدو خبرداری ورکړی.

د روسیې دولتي اژانس د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی چې روسیې او اوکراین ۲۷۰ جنګ بندیان سره تبادله کړي دي.

د افغانستان د فوټسال د ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د تمریناتي کمپ له پای ته رسېدو وروسته د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو المپیک په سیالیو کې د ګډون په موخه د سنیګال پلازمېنې داکار ته ورسېده.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د بلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ د ګبد سيمې ته څېرمه یې د وسلهوالو پراخ بریدونه شنډ کړي او د یوې ښځې په ګډون لس وسلهوال یې وژلي دي.

د ترکمنستان د ټاپ برېښنا پروژې مشر وايي، د کرکي–کابل برېښنا مزي د دشتالوان–ارغندي برخې د جوړولو چارې به په دراتلونکي کال کې بشپړې شي. د نوموړي ویلي، له دې سره به افغانستان ته د برېښنا لېږد ظرفیت تر ۸۰۰ مېګاواټه ورسېږي او د کابل د برېښنا اړتیاوو په پوره کولو کې به مرسته وکړي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په لسبیله سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۱۲ کسان مړه شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

په کندوز کې ځايي طالب چارواکو ویلي چې د قلعهذال ولسوالۍ په سرخ بیتل او تحت قباد سیمو کې د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت په شپږ کیلومتره ساحه کې د سرو زرو د کان کېندنې پروژه پیل شوې ده.

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر بلور ویلي، چې په دغه ایالت کې د ټولو دیني مدرسو د فعالیتونو او نصاب په اړه اروزنه پیلوي. نوموړې ویلي، دا اقدام د مدرسو د نصاب، د هغوی د اړیکو او تړاو په موخه ترسره کېږي.

د طالبانو مخالفې د ازادۍ جبهې ویلي چې د پروان ولایت په بګرام هوايي ډګر کې یې د طالبانو پر پوځي تاسیساتو او روزنیزو مرکزونو راکټي بریدونه کړي دي. یادې جبهې په دغو بریدونو کې له ۱۰ څخه زیاتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د چین د شاندونګ ولایت څخه د افغانستان په شمال کې د حیرتان بندر پر لور لومړی ځانګړی باروړونکی اورګاډی روان شوی دی. دغه اورګاډی د شاوخوا اته میلیونه یوانو په ارزښت سوداګریز توکي لېږدوي او تمه ده چې په ۲۰ ورځو کې افغانستان ته ورسېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په استانبول کې د اوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه دی. د ترکیې، مصر، پاکستان، سعودي عربستان، بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران به د سیمهییزو پرمختګونو او د سیمې او اروپا ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

د بحران نړۍوالې ډلې په یوه نوي تحلیلي راپور کې ویلي، د هند له خوا د جمو او کشمیر د ځانګړي خپلواک دریځ له لغوه کولو او پر دې سیمې د مرکزي حکومت د واک له پراخولو اووه کاله وروسته، وسلهوال فعالیتونه لا هم دوام لري او د سیمې د سیاسي وضعیت په اړه د خلکو ناخوښي زیاته شوې ده.

د هند د سرحدي پولیسو مشر شتروجیت کپور وايي، له څه مودې راهیسې د اروناچل پردېش په ګڼو سیمو کې له چینايي سرتېرو سره نښتې شوي او لا هم دوام لري. هندي رسنیو د نریندار مودي پر حکومت نیوکه کړې چې له چین سره د نښتو راپورونه پټ ساتي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر ویلي، د هند په ملاتړ له فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو پر وړاندې به مبارزه په بشپړ ځواک روانه وي او دغه ډلې به چې هر چېرې وي، په نښه کړي.

رویټرز د پنځو باخبره سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا او سویلي کوریا چارواکي په دې باور دي چې سږ کال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ د لیدنې احتمال مخ په کمېدو دی.

د طالبانو لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز په دوام سره، د ترکیې د معارف بنسټ غواړي په افغانستان کې د خپلو زدهکوونکو شمېر له شپږ زرو څخه اته زرو ته لوړ کړي او په خوست او تخار ولایتونو کې هم نوي ښوونځي جوړ کړي.

د تېر جمهوري نظام د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي نړۍوالې جنايي محکمې او قاضیانو ته د سولې نوبل او د ساخاروف جایزې ورکړې ته په اشارې ویلي، چې د نړۍ د فشارونو سره سره دغه محکمې په زړوتیا د عدالت دفاع کړې. د ده په خبره هیڅ ځواک د تل لپاره د عدلت پر وړاندې نه شي درېدای.

سوېلي کوریا یو ځل بیا له شمالي کوریا سره د پوځي خبرو وړاندیز کړی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ پولې کره موقعیت روښانه او د نښتو د پېښېدو خطر کم شي.