
په چین کې د اورلوبې تولیداتو په فابریکه کې چاودنې ۲۱ کسان مړه کړي
چینایي رسنیو راپور ورکړی، چې د چین په مرکزي ولایت هونان کې د چانګشا په یوې فابریکه کې چاودنې لږترلږه ۲۱ کسان مړه او ۶۱ نور ټپیان کړي دي. دغه پېښه پر ځايي وخت د دوشنبې په ماښام رامنځته شوه، چې لامل یې لاروښانه نهدی.



















