
په پاکستان کې القاعده شبکې ته د جلب او جذب په تور نيول شوی يوټيوبر زندان ته ولېږدول شو
د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې القاعده شبکې ته د جلب او جذب په تور نيول شوي «يوټيوبر» محمد سعد بن رياض زندان ته لېږدول شوی دی. هغه مېرمن ويلي، دوی به د سعد پر ضد «جعلي او درغلیزه قضیه تر معقول پای رسوي».



















