
په خوست کې د زرګریو تړل او د هټۍوالو نیول؛ طالبان د څارنې پر ځای په نیونو تکیه کوي
خوست لپاره طالب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یو شمېر زرګرۍ او د خوراکي توکو پلورنځي یې تړلي او هټۍوال یې «نظارت خونې» ته لېږدولي دي. د مسوولینو په وینا، یادو کسانو د قانوني لایحې څخه سرغړونې کړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان د پخوا په پرتله اوس د څار پر ځای په نیونو تکیه کوي.



















