
د استقلال جبهې ادعا: په ننګرهار کې مو ۲ طالبان وژلي او یو بل ټپي کړی دی
د استقلال جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسلهوالو ډلې ادعا کړې، چې د ننګرهار په درونټې سیمه کې په یوه کمین کې ۲ طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی. طالبانو د تېر په څېر د دغې جبهې د بریدونو په تړاو چوپتیا غوره کړې او افغانستان انټرنشنل یې هم په خپلواکه توګه نهتاییدوي.



















