
طالبانو په ننګرهار کې د روږدو کسانو لپاره زر بستریز مرکز پرانیست
طالبان وایي، د ننګرهار په جلالاباد کې یې د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ لپاره زر بستریز مرکز پرانیست. په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد مرکز ۵۰ لویې خونې لري او د درملنې لپاره پکې اړین درمل، طبي وسایل او نور امکانات برابر شوي دي.



















