
د یمن وروستي بدلونونه؛ اروپايي ټولنې په خلیچ کې د بېثباتۍ رامنځته کېدو خبرداری ورکړی
اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۰مه) ویلي، چې د یمن په حضرموت او المهره ولایتونو کې وروستي بدلونونه کولای شي د خلیج سیمې لپاره نوي ګواښونه رامنځته کړي.

اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۰مه) ویلي، چې د یمن په حضرموت او المهره ولایتونو کې وروستي بدلونونه کولای شي د خلیج سیمې لپاره نوي ګواښونه رامنځته کړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبډلمشر مجید مرتضایي منلې، چې د یادې لوبډلې ۲۰ لوبغاړي د چمتووالي روزنیز کمپ ته بلل شوي دي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال اسیا جام د چمتووالي په لړ کې خپل روزنیز کمپ (د مرغومي تر ۲۶مې) پورې د ایران په مشهد ښار کې ترسره کوي.

د پاکستان د پنجاب ایالت په جهنګ ښار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د درېیو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۱۴ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي. ځایي چارواکي وایي، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله اخوندزاده د چهارشنبې په ورځ د (مرغومې ۱۰مه) د عمان په پلازمېنه مسقط کې د دغه هېواد د ټرانسپورت له وزیر سعید بن حمود المعولي سره ولیدل.

زهران ممداني به پنجشنبه (د مرغومي ۱۱مه) په رسمي ډول د لوړې په ترسره کولو سره دنده پیل کړي. هغه به پر هغه قران لوړه وکړي، چې له نیکه څخه ورته میراث پاتې شوی دی. ممداني د نیویارک لومړنی ښاروال دی، چې د تحلیف په مراسمو کې یې پر قران لوړه کوي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرېکټ ملي لوبډلې د زېمبابوې د درېاړخیزو نړۍوالو سیالیو په لړ کې د کوربه هېواد پر وړاندې لوبه وکړه او د ۱۹ منډو په توپیر یې ماته وخوړه. افغانستان چې په دې لوبه کې پچه ګټلې وه او د بریا جدي اړتیا یې لرله، ونهتوانېد چې د دې سیالۍ ۲ امتیازونه ترلاسه کړي.

د سوېلي اسیا د ترهګرۍ معلوماتي راپور څرګندوي، چې په تېرو لسو کلونو کې ۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال و. د راپور لهمخې، تېر کال په دې هېواد کې نږدې څلور زره کسان د تاوتریخوالي پېښو او بریدونو کې وژل شوي دي.

د زلمي خلیلزاد او امیرخان متقي له لیدنې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خلیلزاد د امریکا د حکومت کارکوونکی نه دی او نه هم د دې هېواد استازیتوب کوي. دغه وزارت کابل ته د امریکا د پخواني استازي سفرونه «شخصي» بللي دي.

د کابل پوهنتون پخوانی مشر محمد عثمان بابري وايي، چې افغانستان د جمهوریت پر مهال د لوړو زده کړو په برخه کې ښه لورې ته روان و. نوموړي زیاته کړې، چې لوړو زدهکړو وزارت د اقتصادي او ټولنیز ښه راتلونکي لپاره منظمه لار ترسیم او تنظیم کړې وه.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د خلکو پراخو لاریونونو ته په اشارې ویلي، ایراني چارواکي مکلف دي چې د خپلو نړۍوالو ژمنو پر بنسټ د خپلو وګړو بنسټیز حقونه لکه د بیان ازادي او د سولهییزو غونډو حق رعایت کړي.

د سولې، امنیت او د ښځو د وضعیت په تړاو د جورجټاون انسټیټوټ نوی راپور ښيي، چې افغانستان د نړۍ له ۱۸۸ هېوادونو څخه د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد ګڼل شوی؛ هغه وضعیت چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ښځو پر حقونو، خوندیتوب او ټولنیزو فرصتونو د جدي محدودیتونو څرګندونه کوي.

د پېښور په شاوخوا کې د «ټیله بند مسکین» په نوم کمپ کې ګڼ افغان کډوال له کلونو راهیسې د خښتو په بټیو کې له سختو شرایطو سره ژوند کوي. دغه کډوال وايي، چې د کمزوري اقتصاد او پورونو له امله په دغو بټیو کې ګرو شوي دي.

د طالبانو د ۳۱۳ قول اردو وایي، د کابل-جلالاباد پر لویه لار د استحکام پله په سیمه کې د پراډو او ټوډي موټرو د ټکر له امله ۹ تنه ټپیان شوي دي. طالبانو ویلي، چې ټپیان د سروبي ولسوالۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د پښتونخوا پر پښتنو ډرون بریدونه، توغندي، جېټ بمبارۍ، ماین چاودنې، په کلیو او کوڅو کې پر ښځو او ماشومانو د پنجابي پوځ ډزې او د مخ پټو وسلهوالو لهخوا هدفي وژنې ټول د هغو ظلمونو برخه وه چې پر پښتنو ترسره شول.

د ۲۰۲۶ کال له پیل سره، د افغانستان خلکو نوې هیلي او تمې لرلې، خو لا هم ګڼې اندېښنې پر ځای پاتې دي؛ ځکه اقتصادي ستونزې، امنیتي وضعیت او ټولنیز محدودیتونه نهدي حل شوي.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم په کندهار پوهنتون کې محصلانو ته د طبي زدهکړو د ترلاسه کولو پر اړتیا او ارزښت خبرې کړي. نوموړي ویلي: «طب یو انساني او اسلامي رسالت دی، چې له ژوند ژغورنې، خدمت او امانتدارۍ سره تړاو لري.»

په ایران کې د حکومت پر ضد او د خراب اقتصادي وضعیت په غبرګون لاریونونه نن څلورمه ورځ هم روان دي. د راپورونو لهمخې، حکومتي ځواکونو پر لاریونوالو ډزې کړې دي. دا اعتراضونه په اصفهان، کرمانشاه او فارس ولایتونو کې دوام لري.

د پوهنتونونو یو شمېر استادان او د مدني ټولنې غړي وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې سیاسي او ټولنیز محدودیتونه نه یوازې کم شوي نه دي، بلکې دا ډله لا خشنه شوې او په ۲۰۲۵ کال کې یې د تېر کال په پرتله نوي او سخت قیودات عملي کړي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو قومندان احمدالله بدر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو نظام د نړۍ په کچه تر ټولو غوره بېلګه ده. نوموړي زیاته کړې، چې نظام یې د «شریعت» مطابق دی او ټول حقونه پهکې خوندي دي.

د بلومبرګ د وروستۍ ارزونې لهمخې، د نړۍ د شتمنو کورنیو ترمنځ د شتمنۍ تمرکز دومره زیات شوی چې لس سترې کورنۍ په ټولییز ډول شاوخوا ۲.۹ ټریلیونه ډالر شتمني لري. د دې نوملړ په سر کې د والټون کورنۍ ده، چې د امریکا د والمارټ شرکت مالکین دي او شتمني یې اوس له نیم ټریلیون ډالرو اوښتې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو ارقامو لهمخې، دغې ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغو اشخاصو کې ۲۵۰ مېرمنې دي.