
د هند ختیځ ساحل ته نږدې بېړۍ ډوبه شوې؛ د ۲۴ کسیزې عملې د ژغورنې هڅې روانې دي
د هند ساحلي ساتونکو ویلي، د دغه هېواد ختیځ ساحل ته نږدې د پاناما بیرغ لرونکې یوه بار وړونکې بېړۍ ډوبه شوې او د سپرلۍ له ۲۴ کسیزې عملې څخه د دوو کسانو د ژغورلو وروسته، د نورو کسانو د موندلو لپاره عملیات روان دي.



















