
د یونیسف مشر ننګرهار کې د طالبانو له والي سره د روغتیايي او بشري مرستو پر پراختیا غږېدلی
په افغانستان کې د یونیسف استازی ډاکټر تاج الدین اوېوال ننګرهار کې د طالبانو له والي محمد نعیم اخند سره په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او راستنیدونکو کډوالو ته د بشري مرستو د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.



















