
مولانا فضل الرحمن: پاکستان په افغانستان کې د امریکا پخوانۍ تګلاره پرمخ وړي
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په پېښور کې د خپل ګوند غونډې ته وویل، چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا پخوانۍ تګلاره پر مخ وړي. هغه زیاته کړه چې دغه هېواد د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم له امریکا څخه پیسې ترلاسه کوي، خو په خپله خاوره کې یې امنیت نه دی خوندي کړی.



















