
په تهران کې طالب سفیر او ایرانی چارواکی د قونسلي خدمتونو پر پراختیا غږېدلي
په تهران کې د طالبانو سفارت وايي، د دې ډلې د سفارت سرپرست مولوي فضلمحمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو له مشر مجتبی شصتي کریمي سره لیدلي او د قونسلي خدمتونو په اړه یې خبرې کړې دي.



















