نورستان کې د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره د دوو بندونو د جوړولو چارې پیلیږي

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په نورستان ولایت کې د برېښنا د تولید لپاره د دوو مهمو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوې او د پروژو د عملي کېدو لپاره ارزونې روانې دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په نورستان ولایت کې د برېښنا د تولید لپاره د دوو مهمو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوې او د پروژو د عملي کېدو لپاره ارزونې روانې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده په مشرۍ یو پلاوی نورستان ته تللی او د کله ګوش او منډول سیمو د برېښنايي پروژو وضعیت یې له نږدې ارزولی دی.
د چارواکو په وینا، یادې پروژې د برېښنا اړوند کمېسیون له لوري هم تایید شوې دي او له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، تولیدېدونکې برېښنا به د ختیځ او شمال یو شمېر ولایتونو ته ولېږدول شي او د اړتیا په صورت کې به یې یوه برخه کابل ته هم انتقال شي.
د نورستان والي زین العابدین عابد ویلي، نورستان د اوبو د انرژۍ لوړ ظرفیت لري او کولی شي د ختیځو ولایتونو د برېښنا د اړتیاوو مهمه برخه پوره کړي.
نوموړي ویلي، د دغو بندونو د جوړولو طرحه له پخوا موجوده وه، خو په تېرو کلونو کې یې د عملي کېدو لپاره لازم اقدامات نه وو شوي.
د وزارت د مسوولینو په وینا، هغه سیمې چې د بندونو لپاره ټاکل شوې دي، د انجنیرانو له نظره د برېښنا د تولید لپاره مناسبې دي او په یوه سیمه کې شته طبیعي جوړښتونه د بند او برېښناکوټ د جوړولو لپاره مناسب شرایط برابروي.
د نورستان اوسېدونکو د دغو پروژو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د بندونو په جوړېدو سره به نه یوازې د برېښنا کمښت راکم شي، بلکې د صنعتي فعالیتونو او فابریکو د رامنځته کېدو زمینه به هم برابره شي.
دوی وايي، دغه پروژې به د کارموندنې فرصتونه زیات کړي او د نورستان په اقتصادي پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.
د سیمې اوسېدونکي هیله لري چې د دغو بندونو له جوړېدو وروسته به د نورستان ترڅنګ د کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر او نورو نږدې سیمو اوسېدونکي هم له برېښنا څخه ګټه پورته کړي.
افغانستان د اوبو، لمریزې او نورو انرژیو د تولید پراخ ظرفیت لري او کارپوهان وايي، د ورته پروژو پلي کېدل کولی شي د برېښنا پر وارداتو تکیه کمه او هېواد د انرژۍ د ځانبساینې پر لور نږدې کړي.

افغان مېرمنې وايي، په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د ښکلا او ګرځندوی له ویډیوګانو وړاندې کېدونکی انځور د دوی له هغه ورځني ژوند سره هېڅ ورتهوالی نه لري چې پکې له زدهکړو، کار، تګراتګ او ګڼو نورو حقونو محرومې دي.
پر ټیکټاک، انسټاګرام او د ټولنیزو رسنیو په نور پلیټفارمونو کې یو شمېر بهرني سیلانیان او د سفر محتوا جوړونکي افغانستان د یوه خوندي او ښکلي هېواد په توګه معرفي کوي او د کابل بازارونه، تاریخي سیمې او طبیعي منظرې خپلو لیدونکو ته ښيي.
ډيپلوماټ خپل راپور کې وايي، په داسې حال کې چې سیلانیان افغانستان خوندي بولي، میلیونونه افغانې ښځې د زدهکړو، کار او ټولنیز حضور له محدودیتونو سره مخ دي.
د راپور له مخې، طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو منع کړي، پر ښځو یې د کار محدودیتونه لګولي او په ۲۰۲۲ کال کې یې د ښځو پر لوړو زدهکړو هم بندیز ولګاوه.
راپور کې یادونه شوې چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د «امر بالمعروف» نوی قانون نافذ کړ چې پکې پر ښځو د جامو، تګ راتګ او عامه حضور په اړه تازه محدودیتونه وضع شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او د هېواد ډېری وګړي له فقر سره مخ دي.
په راپور کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د یو شمېر ښځو خبرې راخیستل شوې دي.
طنین، چې د بلخ ولایت یوه ښوونکې او د ښځو د حقونو فعاله بلل شوې، ویلي چې بهرني سیلانیان د هغه افغانستان انځور ویني چې د افغان ښځو له ورځني واقعیت سره توپیر لري.
مشیده، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال ۱۴ کلنه وه، ویلي چې د لوړو زدهکړو او راتلونکې لپاره یې هیلې له منځه تللې دي.
یوې بلې نجلۍ فاطمې ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالۍ شوې وه، خو د ښځو پر زدهکړو له بندیز وروسته ونه توانېده چې خپلې زدهکړې پیل کړي.
زینب، چې د بدخشان اوسېدونکې ده، ویلي د پوهنتون د بندېدو او د کار د فرصتونو د نشتوالي له امله یې کورنۍ اړ کړه چې واده وکړي او اوس له درېیو ماشومانو سره ژوند کوي.
په راپور کې د مینا په نوم یوې بلې افغانې ویلي چې ځان د «څلورو دېوالونو په زندان» کې احساسوي او د ورځني ژوند ډېره برخه یې په کور کې تېرېږي.
هغې ویلي، تر ټولو ستره اندېښنه یې دا ده چې نوې نسل نجونې له زدهکړو بېبرخې کېږي او دا وضعیت به د افغانستان پر راتلونکې هم ژور اغېز وکړي.
راپور د مرضیه په نوم د یوې ښځې کیسه هم را اخلي چې لا هم له کوره بهر کار کوي، خو وایي هره ورځ له دې وېرې سره مخ وي چې طالبان به پرې کوم نوی محدودیت ولګوي.
راپور کې ویل شوي، هغه افغانستان چې سیلانیان یې ویني او هغه افغانستان چې ګڼې افغانې ښځې پکې ژوند کوي، یو شان نه دي. د راپور په وینا، د افغانستان اصلي کیسه د هغو ښځو په ورځني مقاومت کې نغښتې ده چې د محدودیتونو سره سره د خپل هویت، زدهکړو او حقونو د ساتلو لپاره مبارزه کوي.
د مذهبي ازادۍ او اسلامي افراطیت کارپوه مارتین پارسنز خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې عیسوي ټولنه د طالبانو تر واک لاندې د ارتداد د سختو قوانینو، مذهبي افراطیت او د دې ټولنې د نه رسمي پېژندنې له امله د نسل وژنې له جدي ګواښ سره مخ ده.
د «کریسچن ټوډې» د راپور له مخې، پارسنز چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې په افغانستان کې د مرستندویه کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړې، وايي چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هغه عیسویان چې له خپل دین څخه د لاس اخیستو لپاره یې د طالبانو غوښتنه نه منله، له اعدام سره مخ کېدل.
نوموړي ویلي چې د طالبانو د هغه وخت په واکمنۍ کې موسیقي هم د «غیر اسلامي عمل» په توګه منع شوې وه او هغه ښځې چې د «غیراخلاقي کړنو» تور به پرې لګېده، وژل کېدې.
طالبانو له شاوخوا دوو لسیزو وسلهوالې مبارزې وروسته په ۲۰۲۱ کال کې یو ځل بیا واک ترلاسه کړ او د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان پخوانی حکومت سقوط وکړ.
پارسنز وايي، د طالبانو اوسنی حکومت د ۱۹۹۰مو کلونو په پرتله تر ډېره د نړیوال مشروعیت او منلو د ترلاسه کولو هڅه کوي او په ځینو برخو کې یې چلند هم بدل شوی، خو د عیسویانو وضعیت لا هم د جدي اندېښنې وړ دی.
د هغه په وینا، د عیسویانو لپاره یوه له تر ټولو جدي اندېښنو څخه د ارتداد اړوند قوانین دي. نوموړی وايي، د دغو قوانینو له مخې که یو بالغ او سالم مسلمان نارینه له اسلام څخه واوړي، درې ورځې وخت ورکول کېږي چې له خپلې پرېکړې تېر شي؛ که توبه ونه باسي، د اعدام له سزا سره مخ کېدای شي.
د پارسنز په وینا، ښځې د ورته عمل په صورت کې د اوږدمهاله بند او وهلو ټکولو له خطر سره مخ دي، په داسې حال کې چې ماشومان تر بلوغ پورې ساتل کېږي او له بلوغ وروسته پرې د ورته سزا د پلي کېدو امکان شته.
راپور وايي، په یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې هم له اسلام څخه بل دین ته د اوښتو پر وړاندې سخت قوانین شته. د بېلګې په توګه، په ایران کې عیسویت په خپله جرم نه ګڼل کېږي، خو له اسلام څخه عیسویت ته اوښتل د قانون له مخې د اعدام سزا لرلی شي.
په افغانستان کې د عیسویانو د کره شمېر په اړه رسمي معلومات نشته، خو د راپور له مخې اټکل کېږي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۰ زره عیسویان ژوند کوي.
پارسنز وايي، د افغانستان عیسوي ټولنه ځکه لا زیاته زیانمنه ده چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د افغانستان پخوانیو حکومتونو د افغان عیسویانو موجودیت په رسمي ډول نه و منلی.
د هغه په وینا، همدې وضعیت طالبانو ته زمینه برابره کړې چې افغان عیسویان په رسمیت ونه پېژني او هر هغه کس چې عیسویت یې اختیار کړی وي، «مرتد» وبولي، حال دا چې د پارسنز په خبره، د دغو کسانو یوه برخه د عیسوي کورنیو دویم یا درېیم نسل دی.
یاده دې وي چې په دغه راپور کې، د طالبانو له خوا د کوم عیسایي د وژنې یا ورته د سزا د ورکولو کوم شواهد ندي وړاندې شوي؛ خو اندېښه یې شریکه شوې ده.
پارسنز خبرداری ورکوي چې د عیسویانو نه رسمي پېژندنه، د ارتداد سخت قوانین او د مذهبي افراطیت دوام کولای شي د افغانستان دغه کوچنۍ مذهبي ټولنه له جدي خطر سره مخ کړي او نړیواله ټولنه باید دې وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ مشر داوود مرادیان وايي، نیویارک ټایمز د طالبانو په اړه په خپلو وروستیو لیکنو کې د دغه ډلې د واک مهم اړخونه له پامه غورځولي او په دې توګه یې د طالبانو واک د یوه عادي حکومت په توګه ښودلی دی.
مرادیان په یوه مقاله کې چې د اګست پر ۲۲مه د منځني ختیځ فورم له خوا خپره شوې، لیکي چې د طالبانو د واک ته رسېدو د پنځمې کلیزې پر مهال نیویارک ټایمز له طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره مرکه، د عبیدالله باهیر یوه نظرپوښتنه او د افغان ښځو په اړه یوه ځانګړې مقاله خپره کړه.
د نوموړي په وینا، له واکمنو، ان د استبدادي حکومتونو له چارواکو سره مرکې او د جنجالي نظرونو خپرول په خپله د ژورنالېزم سرغړونه نه ده، خو ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې رسنۍ د اشخاصو د معرفي کولو پر مهال مهم حقایق حذف کړي او د هغوی د کړنو او تېر تاریخ بشپړ انځور وړاندې نه کړي.
مرادیان استدلال کوي چې نیویارک ټایمز له ۲۰۲۱ کال وړاندې هم د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او له طالبانو سره د هوکړې له مهمو ملاتړ کوونکو لوېدیځو رسنیو څخه و. هغه د طالبانو د اوسني مشر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني هغه مقاله هم یادوي چې په ۲۰۲۰ کال کې په همدې ورځپاڼه کې خپره شوې وه او پکې د ښځو او نجونو د ونډې په ګډون د یوه ټولشموله سیاسي نظام ژمنه شوې وه.
د هغه په باور، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغو ژمنو عملي کېدل باید د رسنیو د اوسني پوښښ مهمه برخه وای. مرادیان د ملګرو ملتونو د بندیزونو، په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري د اوسېدنې او د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو په ګډون یو شمېر موارد د هغو معلوماتو په توګه یادوي چې د طالبانو د مشرانو د معرفي کولو پر مهال باید ورته پام وشي.
هغه د نیویارک ټایمز د افغانستان او پاکستان د نوي خبریالې الیان پلتیر له خوا له امیرخان متقي سره شوې مرکه هم ارزوي او وايي، ورځپاڼې متقي یوازې د «افغانستان د بهرنیو چارو وزیر» په توګه معرفي کړی، حال دا چې د هغه په وینا، د متقي د طالبانو په مشرتابه کې رول، د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ فعالیتونه او د ملګرو ملتونو بندیزونه هغه معلومات دي چې لوستونکي یې باید له مرکې سره یوځای ترلاسه کړي.
مرادیان زیاتوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ښځینه کارکوونکو سره هم محدودیتونه وضع کړي او ښځې یې له خپلو مرکزي او بهرنیو ماموریتونو څخه ایستلې دي، له همدې امله، د ده په اند، د دغه وزارت د مشر معرفي کول پرته له دې شالید څخه د موضوع بشپړ انځور نه وړاندې کوي.
هغه د عبیدالله باهیر په اړه هم وايي چې نیویارک ټایمز نوموړی د «فعال» په توګه معرفي کړی، خو د ده په وینا، باهیر له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو لپاره د انګلیسي ژبې ویاند او د اړیکو منځګړی پاتې شوی دی. مرادیان ټینګار کوي چې دا موضوع باید لوستونکو ته روښانه شوې وای، څو هغوی د باهیر د نظر ارزونې پر مهال بشپړ معلومات ولري.
د ښځو په اړه د نیویارک ټایمز پوښښ د مرادیان د نیوکو بله مهمه برخه ده. نوموړی وايي، ورځپاڼې د افغانستان د ښځو په اړه د خپلې کلیزې لومړنۍ مقالې کې د طالبانو محدودیتونه د «خطر» په توګه مطرح کړي وو، خو وروسته یې د نیوکو له امله سرلیک بدل کړ.
د مرادیان په باور، د طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نجونو د منځنۍ او لوړو زده کړو بندول، د ښځو له کاره ایستل، د هغوی پر تګ راتګ محدودیتونه او د جامو او چلند په اړه پراخ مقررات «قصدي او منظم نظام» جوړوي، نه یوازې د یوه جانبي اغېز په توګه باید وکتل شي.
نوموړی وايي: «طالبان خطر دی؛ افغان ښځې قربانیانې دي.»
مرادیان د نیویارک ټایمز د پخوانیو پوښښونو په تړاو هم د ۱۹۷۹ کال یوه بېلګه وړاندې کوي او ادعا کوي چې دغه ورځپاڼې هغه مهال هم د ایران د انقلاب د مشر روحالله خمیني د یوه ملاتړي نظر خپور کړی و، چې نوموړي خمیني په مثبتو اصطلاحاتو معرفي کړی و، خو د بشري حقونو اړوند اندېښنې یې پکې نه وې روښانه کړې.
د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ عمومي رییس په پای کې وايي، ستونزه یوازې تبلیغات نه دي، بلکې د معلوماتو د وړاندې کولو له لارې د یوه سیاسي نظام «عادي کول» دي.
هغه زیاتوي: «د ژورنالېزم لپاره شالید اختیاري برخه نه ده؛ شالید خپله ژورنالېزم دی.»
مرادیان استدلال کوي چې طالبان د خپلې واکمنۍ د عادي ښودلو لپاره د لوېدیځو رسنیو له مستقیم ملاتړ څخه اړتیا نه لري، بلکې د ده په وینا، هره مرکه، ستایونکی پروفایل او رسمي عنوان کولای شي د دغه ډلې انځور له یوه منزوي اسلامپاله خوځښت څخه د یوه عادي حکومت په لور بدل کړي.
هغه ټینګار کوي چې رسنۍ باید د طالبانو د چارواکو خبرې یوازې نقل نه کړي، بلکې د هغوی ادعاوې د ډلې له ایډیالوژۍ، تېر تاریخ او عملي کړنو سره هم پرتله کړي.
د پاکستان پلازمېنه کې د افغان محصلينو ټولنه وايي، ۲ افغان محصلینې د پولیسو لهخوا په خپل کور کې نیول شوې دي. دغه ټولنه وايي، دغو محصلینو د خپلو ویزو د تمديد لپاره پر وخت غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه ویزې نهدي ورکړل شوي. ویل کېږي دغه محصلينې خویندې دي او سروده او حسینه نومېږي.
د اسلاماباد په نړۍوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل– پښتو ته وويل، دغه محصلينې د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) په خپل کور کې له نیول کېدو وروسته په ټېکسلا کې د پوليسو مرکز ته لېږدول شوي او له هغه ځايه بيا د اټک مهاجرينو کمپ ته انتقال شوې دي.
هغه زیاته کړه، د افغان محصلينو حالت له تېرو څو مياشتو راهېسې ډېر بد دی «او د ډېر خفګان خبره دا ده، چې دوی [پاکستاني پولیس] اوس پر ښځينه محصلينو هم رحم نهکوي».
شريعتی زياته کړه: «د محصلينو غږ هېڅوک هم نهاوري نه سفارت، نه د افغانستان او نه د پاکستان چارواکي د دوی غږ اوري، بيخي نااميده شوي یو».
دغه نیول شوې زدهکړیالانې سره خویندې دي او ویل کېږي سروده رحیمي او حسینه رحیمي نومېږي او په اسلاماباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون محصلینې دي.
د افغان محصلینو ټولنه د پولیسو له لوري د هغوی نیول کېدل، د محصلینو پر وړاندې د ناعادلانه چلند او ښکاره تبعیض یوه جدي بېلګه بولي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې: «له کوره د محصلینو نیول، په ځانګړې توګه د ښځینه محصلینو نیول، نه یوازې د هغوی پر شخصي او تحصیلي ژوند ناوړه اغېز کوي، بلکې د ټولو افغان محصلینو په ځانګړې توګه د ښځینه محصلینو پر رواني وضعیت هم ژوره او ناوړه اغېزه لري».
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو محصلینو د خپلو ویزو د تمديدلپاره پر وخت غوښتنلیکونه اړوندو ادارو ته سپارلي، خو تر اوسه ورته ویزې نهدي ورکړل شوي.
په پاکستان کې د محصلينو په وينا، افغان زدهکړیالان له تېرو شاوخوا څوارلسو میاشتو راهیسې د ویزو له جدي ستونزې سره مخ دي.
د افغان محصلینو ټولنې په ټینګار سره ویلي: «محصلین د سیاست برخه نهدي. محصلین ترهګر نهدي.محصلین د زدهکړې لپاره راغلي دي.تحصیل د هر انسان اساسي حق دی».
د افغان محصلینو ټولنه په اسلاماباد کې د طالبانو له سفارت، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت، د پاکستان له اړوندو حکومتي ادارو، د لوړو زدهکړو کمېسیون (HEC)، د نړیوال اسلامي پوهنتون له مسوولینو او نورو اړوندو ادارو څخه په جدي توګه غوښتنه کړې، چې د یادو دوو محصلینو د ژر تر ژره خوشې کېدو لپاره لازم او عاجل اقدامات وکړي.
دوی همدارنګه غوښتنه کړې، چې د افغان محصلینو د ویزو ستونزه دې د یوه جدي تحصیلي بحران په توګه وکتل شي او د حل لپاره یې عملي ګامونه واخیستل شي، څو افغان محصلین وکولای شي له ډار او رواني فشار پرته خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له تېر څه باندې یوه کال راهیسې له هېڅ ډول توضېحاتو ورکړې پرته د افغانانو لپاره د هر ډول ویزو د تمدید بهیر درولی او له نږدې دوو میاشتو راهیسې یې په ټول پاکستان کې د ناقانونه افغانانو د نیولو بهیر پراخ او ګړندی کړی دی.
په پاکستان کې مېشت افغانان او زدهکړیالان وايي، چې غواړي په قانوني توګه په دغه هېواد کې واوسي او په وینا یې، حکومت باید د ویزو د تمدید بهیر پیل کړي، څو په قانوني توګه خپلې چارې او زدهکړې پر مخ یوسي.
د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ ادارې (افغان اېواک) ویلي، چې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو لپاره د کډوالۍ د ویزو د ورکړې د ځنډولو د پرېکړې لغوه کېدل په دې معنا نهدي چې ګنې امریکا ته د افغانانو د تګ لاره دې بېرته پرانېستل شوې وي.
دې ادارې د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا له کېسلرونکو افغان کورنیو غوښتي، تر هغه مهاله چې رسمي لارښوونه یې نهوي ترلاسه کړې، د سفر لپاره چمتووالی ونهنیسي او نه هم د امریکا سفارت یا کونسلګریو ته مراجعه وکړي.
تر دې وړاندې د امریکا د یوې فدرالي محکمې قاضي د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه تګلاره لغوه کړه، چې لهمخې یې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره د کډوالۍ د ویزو ورکړې بهیر درول شوی وو.
قاضي ویلي وو، چې د ویزو د ورکړې د ځنډولو دغه تګلاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له قانوني واک څخه پورته مسئله ده.
د افغان اېواک مشر شاون وان ډایور د یادې محکمې د پرېکړې په تړاو ویلي، چې د دغه حکم له خپرېدو وروسته د افغان کورنیو هیلې د درک وړ دي، خو دا پرېکړه امریکا ته د دوی د تګ لاره نهپرانیزي.
هغه هغو افغانانو ته چې په امریکا کې د بیا مېشتېدو په تمه دي ویلي: «ستاسې په دوسیه کې په خپله هېڅ بدلون نهدی راغلی. د سفر لپاره پلان مه جوړوئ. که له تاسو سره د مرکې لپاره وخت نهوي ټاکل شوی، سفارت یا کونسلګریو ته مه ورځئ او رسنیز راپورونه د اقدام رسمي لارښوونه مه ګڼئ».
وان ډایور له افغانانو غوښتي، چې پر هغو کسانو باور ونهکړي چې ورته وایي، د امریکا د تګ لاره اوس پرانېستل شوې ده.
هغه همداراز خبرداری ورکړی، چې افغانان باید خپل شخصي معلومات او پیسې داسې کسانو ته ور نهکړي، چې امریکا ته د تګ د لارې د پرانېستل کېدو ادعا کوي.
افغان اېواک له افغان کورنیو غوښتي، تر هغه پورې چې د سفر په اړه یې رسمي لارښوونه نهوي ترلاسه کړې، د امریکا سفارت یا کونسلګرۍ ته دې نه مراجعه کوي او نه دې د ویزې د غوښتنلیک د بیا ثبتولو هڅه کوي.
افغان اېواک د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې خپلو سفارتونو او ډیپلوماټیکو استازولیو ته روښانه او څرګندې لارښوونې ورکړي.
دې ادارې همداراز غوښتنه کړې، هغه دوسیې چې د محکمې لهخوا بېرته راګرځول شوي، یو ځل بیا وکتل شي.
افغان اېواک د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې د هغو افغانانو لپاره چې د ځانګړې کډوالۍ ویزه یا SIV لري، امریکا ته د ننوتلو معافیت بېرته پلی کړي.
دې ادارې د امریکا له کانګرېس څخه هم غوښتنه کړې، چې د افغانانو د ویزو او امریکا ته د هغوی د تګ په برخه کې د شته ستونزو د هواري لپاره ګامونه واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۱۴۰۴ کال د سلواغې په لومړیو کې اعلان کړی وو، چې د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره به د کډوالۍ ویزې ورکول ودروي. افغانستان، ایران، پاکستان، بنګلهدېش او یو شمېر نور هېوادونه په دغه نوملړ کې شامل وو.
د ډونالډ ټرمپ یو بل فرمان چې د ۱۴۰۴ کال په مرغومي میاشت کې پلی شو، امریکا ته د افغانستان په ګډون د څو هېوادونو د وګړو پر ننوتلو محدودیتونه ولګول او د راپورونو له مخې، دغه بندیز لا هم پر خپل ځای دی.
افغان اېواک ټینګار کوي، چې د محکمې وروستۍ پرېکړه باید د افغانانو له خوا امریکا ته د سفر د اجازې په توګه تعبیر نهشي او تر رسمي لارښوونو مخکې هر ډول سفر یا سفارت ته مراجعه کولای شي د دوی په دوسیو کې ستونزې رامنځته کړي.