
طالب وزیر: دومره ځواک لرو چې اسلاماباد او لاهور د بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړو
د طالبانو د سرحدونو وزیر، نورالله نوري د پنجشنبې په ورځ جوزجان ولایت کې په یوه غونډه کې وویل، طالبان په تېرو څلورو کلونو کې داسې پوځي پړاو ته رسېدلي چې کولای شي د بېپیلوټه الوتکو په وسیله د پاکستان پر اسلاماباد او لاهور ښارونو برید وکړي.



















