
د امریکا فډرالي محکمې د ۷۵ هېوادونو د کډوالۍ ویزو ځنډول لغوه کړل
د امریکا یوې فدرالي محکمې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو د کډوالۍ ویزو ځنډول غیرقانوني بللي دي. په دې پرېکړه کې د هغو افغانانو دوسیې هم شاملې دي چې له امریکا سره یې کار کړی او د کډوالۍ ویزو په تمه دي.



















