
کابلوف: د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ په افغانستان کې سیمهییزې پروژې ځنډوي
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف وايي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ په افغانستان کې د روسیې په مشارکت د سیمهییزو پروژو پلي کول ځنډوي. هغه وویل، چې د دوی ترمنځ له میاشتو راهیسې کړکېچ په سیمه کې نازک امنیتي وضعیت لا کمزوری کړی دی.



















