هرات کې د درملو کورنی تولید پراخ شوی؛ یوه فابریکه ۱۵۰ ډوله درمل تولیدوي

په هرات ولایت کې یوه درمل جوړونکې فابریکه د ۱۵۰ ډوله درملو د تولید وړتیا لري. دغه شرکت چې شاوخوا ۲۰ کلنه کاري تجربه لري، اوس مهال د جامدو او مایع درملو بېلابېل ډولونه تولیدوي.

په هرات ولایت کې یوه درمل جوړونکې فابریکه د ۱۵۰ ډوله درملو د تولید وړتیا لري. دغه شرکت چې شاوخوا ۲۰ کلنه کاري تجربه لري، اوس مهال د جامدو او مایع درملو بېلابېل ډولونه تولیدوي.
د یاد شرکت تخنیکي مسوول، عارف شیرزاد، وايي چې دوی هڅه کړې هغه درمل تولید کړي چې افغانان یې له نورو هېوادونو واردولو ته اړتیا لري او یا یې په تېرو کلونو کې له بهر څخه غوښتنه کوله.
د شیرزاد په وینا، تمه ده دغه درمل ډېر ژر د اسیايي هېوادونو بازارونو ته هم صادر شي.
مسولین وایي په دغه فابریکه کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې او نږدې دوه زره کسانو ته یې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د صنعت او کانونو خونې مشر، عبدالناصر امین، وايي چې په هرات ولایت کې شاوخوا ۲۰ نورې درمل جوړونې کارخونې هم فعالیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د لارو له بندېدو وروسته، طالبانو هڅې زیاتې کړې چې له اسیايي هېوادونو سره د درملو په برخه کې همکاري پراخه کړي. له بلې خوا، په افغانستان کې دننه هم یو شمېر کارخونې د درملو د تولید وړتیا لري.

په کندهار ولایت کې د انګورو له موسم سره هممهاله بزګران وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د دوی د محصولاتو صادرات سخت اغېزمن کړي او له همدې امله ګڼو بزګرانو خپل انګور په مميزو بدل کړي؛ خو د مميزو بیې هم د پخوا پرتله رالوېدلې دي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د پاکستان بازار د کندهار او د افغانستان د سوېلي سیمو د انګورو تر ټولو مهم صادراتي مقصد ګڼل کېده؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو او د لارو تړل کېدو له امله بزګران اوس نهشي کولای خپل تازه انګور بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
په راپور کې راغلي، د صادراتو د کمښت له امله د تازه مېوو ډېره برخه کورنیو بازارونو ته عرضه شوې چې ورسره د انګورو بیې په بېساري ډول راټیټې شوې دي او له همدې امله ګڼو بزګرانو خپل انګور په مميزو بدل کړي، خو د مميزو بیې هم د پخوا پرتله ښکته شوې دي.
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د انګورو بڼوال سخي جان ویلي، پخوا اووه کیلو مميز په ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ افغانیو پلورل کېده؛ خو اوس د همدې اندازې مميزو بیه ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانیو راټیټه شوې ده.
هغه ویلي: «پخوا کار ښه و، انګور مو پلورل او خلکو عاید درلود، خو اوس ستونزې ډېرې شوې دي». سخي جان له طالبانو او پاکستاني چارواکو غوښتي، چې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي او د سوداګرۍ د عادي کېدو لپاره هوکړې ته ورسېږي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا ویلي، د لارو بندښت د افغانستان د مېوو صادراتو ته سخت زیان رسولی دی. د هغه په وینا، د ۲۰۲۵کال پرمهال د افغانستان له پنځو سوېلي ولایتونو څخه ۴۴زره او ۲۲۵ ټنه انګور صادر شوي وو چې ارزښت یې ۱۳.۸ مېلیون ډالرو ته رسېده. نوموړي زیاته کړې، چې له دې ډلې نږدې ۴۳زره ټنه انګور پاکستان ته صادر شوي وو.
خو د بینا په خبره، روان کال تراوسه یوازې ۲۵۶ ټنه انګور بهر ته صادر شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰۰زره ډالر دی. د انګورو یو صادرونکی حاجي عبدالحی وايي، په خپل پنځوس کلن ژوند کې یې دومره اوږدمهاله بندیزونه نهدي لیدلي.
هغه ویلي: «پخوا به یوه لار بنده وه او بله به خلاصه وه، یا به ستونزه څو ورځې وه خو اوس له خورا جدي مشکلاتو سره مخ یو». بلخوا د انګورو په بڼونو کې کاري فرصتونه هم کم شوي دي. قدرتالله پوپ، چې د انګورو راټولولو په یوه بڼ کې کار کوي ویلي، چې تېرکال په هغه بڼ کې شاوخوا ۱۵۰۰ کارکوونکو کار کاوه؛ خو سږکال دغه شمېر نږدې ۱۵ کسانو ته راکم شوی دی.
هغه ویلي، که څه هم سږکال د انګورو حاصلات ښه دي، خو د صادراتو د نشتوالي له امله ټول محصولات کورنیو بازارونو ته ځي، هغه بازارونه چې لا له وړاندې د انګورو له زیاتې عرضې سره مخ دي.
پوپل زیاته کړې: «کله چې لارې بندې شي او سوداګري ودرېږي، د سوداګرو، کارګرو او بڼوالو د ټولو ژوند اغېزمنېږي».
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګراتګ لارې د تېر کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې تړلې دي، چې له امله یې د دواړو خواوو سوداګر له جدي ستونزو سره مخ شوي او د وچې مېوې سوداګري هم زیانمنه شوې ده.
افغانستان د وچو مېوو د تولید له مهمو هېوادونو ګڼل کېږي او د دغه محصولاتو لوی بازار د پاکستان منډۍ بلل کېدې. خو سوداګر وايي، پر ډیورنډ کرښه د لارو له تړل کېدو وروسته د وچې مېوې کاروبار په بېساري ډول کمزوری شوی دی.
د کویټې یو سوداګر نصرالله چې د وچې مېوې په کاروبار بوخت دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د تېرکال پرتله سږ کال سوداګریز فعالیتونه «نږدې لهمنځه تللي» دي. هغه وایي، د لارو د بندښت له امله وچې مېوې په کمه اندازه او ناقانونه لارو کویټې ته رسېږي، چې د لېږد لوړو لګښتونو له امله یې بیې هم لوړې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د بیو لوړوالي د وچو مېوو په پېرلو کې د خلکو وړتیا راکمه کړې او د وچې مېوې تقاضا یې هم کمه کړې ده. نصرالله زیاتوي: «هغه هټۍوال چې پخوا به یې ۱۵۰ کیلو وچې مېوې اخیستې، اوس یوازې شاوخوا ۲۰ کیلو اخلي. له دې څخه د کاروبار د کمېدو اندازه معلومېږي».
بل سوداګر لیاقت خان چې له افغانستان نه د وچې مېوې وارداتو کاروبار کوي وایي، پر ډیورنډ کرښه د لارو تړل کېدو له امله یې کاروبار په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی.
هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «نږدې یو کال کېږي چې هېڅ کار نهشو کولی. زموږ کاروبار په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی». د لیاقت خان په وینا، د کویټې منصفي روډ او چوهړمل روډ پخوا د وچې مېوې د سوداګرۍ مهم مرکزونه وو او هره ورځ به هلته د سوداګرو ګڼه ګوڼه وه؛ خو اوس هلته د بازارونو فعالیتونه خورا پېکه شوي دي.
نوموړی وایي، د کویټې له بازارونو څخه تر نیمايي ډېر سوداګر نورو ښارونو ته تللي او ګڼو کوچنیو سوداګرو دغه کاروبار پرېښی دی. بل لور ته په افغانستان کې د وچې مېوې سوداګر او بڼوال هم د روان وضعیت له امله اندېښمن دي.
د کندهار یو سوداګر سمیعالله افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د پاکستان بازار د افغان سوداګرو لپاره تر ټولو اسانه او ګټور بازار و. هغه وایي، پخوا به د محصولاتو له رسېدو سره سم سوداګر له بڼوالو سره اړیکه نیوله او محصولات به په مناسبه بیه پلورل کېدل، چې هم سوداګرو او هم کروندګرو ته به یې ګټه رسوله.
د سمیعالله په وینا، له نږدې یو کال راهیسې د لارو د بندښت له امله سوداګریز فعالیتونه په ټپه درېدلي او د سوداګرو ډېری محصولات په ګودامونو کې پاتې دي. هغه زیاته کړه، چې سږکال د مېوو حاصل ښه و خو د بازار د نشتوالي له امله بڼوال او سوداګر له زیان سره مخ شوي دي.
سمیعالله ویلي، دامهال د انځرو موسم روان دی خو د بیو د سخت کمښت له امله سوداګر نهشي کولی خپل محصولات په مناسبه بیه وپلوري. د هغه په خبره؛ د بدیلو سوداګریزو لارو نشتوالی او په افغانستان کې د بېکارۍ لوړې کچې د وچې مېوې کاروبار نور هم اغېزمن کړی دی.
سمیعالله له طالبانو غوښتي، چې د سوداګرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او د صادراتو لپاره بدیلې لارې ومومي. هغه وایي، یوشمېر لوی سوداګر خپل صادرات د هند او نورو بازارونو پر لور اړولي؛ خو کوچني سوداګر لاهم د لارو د تړل کېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام او اړوندو ادارو په تازه اقتصادي راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۶کال کې محدوده وده کړې؛ خو د نفوس د چټک زیاتوالي او د مېلیونونه افغان کډوالو د ستنېدو له امله د خلکو پر ژوند یې اغېز محدود پاتې شوی دی.
د راپور له مخې، د افغانستان اقتصاد د کورنۍ تقاضا، د بیو نسبي ثبات او د کورنیو عوایدو د راټولولو له ښه کېدو سره وده کړې؛ خو دغه وده د نفوس د زیاتوالي د جبران لپاره کافي نهده.
راپور زیاتوي، د سرانه عاید کچه ۵.۶ سلنه راټیټه شوې چې له امله یې د کورنیو پر اقتصادي وضعیت فشار زیات شوی دی. راپور وايي، کمزورې خصوصي پانګونې، د کارموندنې محدود فرصتونه، د بهرنیو مرستو کمښت او سیمهییزې بېباورۍ د اقتصادي بیارغونې بهیر اغېزمن کړی دی.
د معلوماتو له مخې، افغانۍ د ۲۰۲۶کال په جولای میاشت کې د ډالرو پر وړاندې ۲.۵ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی او د تبادلې منځنی نرخ ۶۵.۸ افغانۍ د یو امریکايي ډالر په مقابل کې ثبت شوی دی. خو راپور وايي، چې افغانۍ لاهم د تېر کال پرتله ۴.۵ سلنه پیاوړې ده.
د راپور له مخې، د انفلاسیون کچه د ۲۰۲۶کال په جون کې ۷.۶ سلنه وه په داسې حال کې چې د خوراکي توکو انفلاسیون ۷.۲ سلنه ثبت شوی دی. روغتیايي خدمتونه، کورونه، ډوډۍ، غوړي او ترانسپورټ هغه برخې بلل شوې چې د بیو په لوړوالي کې یې تر ټولو ډېر رول درلود.
راپور زیاتوي، چې په جولای میاشت کې د ډیزلو بیه ۱۳ سلنه لوړه شوې او هر لېټر ډیزل په منځنۍ توګه ۷۴.۳ افغانۍ پلورل شوی دی. د سون توکو د بیو زیاتوالی د سیمهییزو کمښتونو او نړۍوالو بازارونو له بدلونونو سره تړل شوی دی.
د خوړو په بازارونو کې هم د ځینو توکو بیې لوړې شوې دي. د لوړ کیفیت اوړو بیه ۱.۷ سلنه او د غوړیو بیه ۲.۶ سلنه زیاته شوې؛ خو د وریجو، بورې، غلو او دانو بیې په نسبي ډول راټیټې شوې دي.
راپور ښيي، چې د کار بازار لاهم له ستونزو سره مخ دی. په جولای میاشت کې نامسلکي کارګرو ته په منځني ډول په اونۍ کې یوازې دوه ورځې کار موندل کېده، چې د تېر کال پرتله ۱۶ سلنه کموالی ښيي.
همداراز د ښځو د کار بازار ګډون هم «په جدي ډول محدود» شوی دی. د کار نړۍوال سازمان د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶کال کې د ښځو د کار ځواک ګډون ۵.۱ سلنې ته راټیټ شوی؛ حال دا چې دغه کچه په ۲۰۲۰کال کې ۱۶.۵ سلنه وه.
راپور د جولای میاشتې سېلابونو او ځمکې ښویېدنو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې په نورستان او یوشمېر نورو ولایتونو کې دغه پېښو کورونه، هټۍ او بازارونه زیانمن کړي او اقتصادي فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام په وینا، د افغانستان اقتصاد که څه هم د ثبات ځینې نښې ښيي؛ خو لوړې بیې، محدود کاري فرصتونه، د ښځو پر کار بندیزونه او د وارداتو پر بازارونو تکیه د هېواد د اقتصادي وضعیت پر وړاندې مهمې ننګونې دي.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې افغانستان او بلاروس د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون په دویمه غونډه کې د ګډو پانګونو، صنعتي پروژو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې جوړه شوې وه او مشري یې د طالبانو د کرنې وزیر عطاءالله عمري او د بلاروس د کرنې او خوړو وزیر یوري ګورلوف کوله.
د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ لېږد، د کرنیزو ماشینونو واردول او په افغانستان کې د هغو د اسمبلۍ او بستهبندۍ امکانات، د کیمیاوي سرو تولید، د لبنیاتو او خوراکي توکو پروسس او د صنعتي ماشینونو تولید تر بحث لاندې نیول شوی دی.
دواړه خواوو د افغان او بلاروسي شرکتونو ترمنځ د ګډو پانګونو، د فابریکو جوړولو، ګډو پروژو پلي کولو او افغان متخصصانو ته د روزنې او ټکنالوژۍ د انتقال پر امکاناتو هم خبرې کړې دي. د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په غونډه کې ګډون کړی او د افغانستان تولیداتو ته د بلاروس بازارونو ته د لاسرسي، د ګډو صنعتي نندارتونونو د جوړولو او د کانونو د استخراج او پروسس په برخو کې د پانګونې فرصتونه مطرح شوي دي.
په غونډه کې د افغانستان د تېلو او ګازو د استخراج او تصفیې په سکتور کې د بلاروسي شرکتونو د پانګونې، د نفتي توکو وارداتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره د عملي مېکانیزمونو پر جوړولو هم خبرې شوې دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړه خواوو د څارویو د نسل اصلاح، د لبنیاتو د پروسس، د کیمیاوي سرو د فابریکو جوړولو، د درملو او حیواني واکسینونو تولید او د تخنیکي کارکوونکو د روزنې په برخو کې د همکارۍ پر فرصتونو هم بحث کړی دی.
په غونډه کې د ګډو پروژو او پانګونو د اسانتیا لپاره د بانکي او مالي انتقالاتو د مناسبو مېکانیزمونو پر رامنځته کولو ټینګار شوی او د شویو هوکړو د څار لپاره د دواړو لورو د چارواکو په مشرۍ د ګډ کاري ګروپ د جوړولو هوکړه هم شوې ده. د طالبانو د کرنې وزارت ویلي، د افغانستان ۱۳ کسیز پلاوي په دغه غونډه کې ګډون کړی و او د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازي ورسره مل وو. د بلاروس په پلاوي کې هم د کرنې، صنعت، روغتیا او کانونو سکتورونو لوړپوړي چارواکي شامل وو.
دواړه خواوو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډه پانګونه د افغانستان او بلاروس ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بللی دی.
په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي، په افغانستان کې د نشهيي توکو کرکېله، کاروبار او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلې، په افغانستان کې د بریتانیا یوه پخواني قومندان همېش دو برتون ګوردون په یوې مقاله کې ادعا کړې، چې د نشهيي توکو اقتصاد د طالبانو د «پېچلي اقتصاد» یو مهمه برخه ده.
بریتانوي قومندان همېش دو برتون ګوردون چې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۱ کال پورې څو ځلي په افغانستان کې نظامي مامویرت کړی د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) ټېلګراف ته په یوې مقاله کې لیکلي، پنځه کاله وړاندې، لوېدیځوالو افغانستان پرېښود او زیاته کړې یې ده: «له هغه وروسته چې څه پېښ شول، باید د هغو کسانو لپاره د شرم لامل شي چې په دې باور وو د جګړې له هر ډول ناکامیو سره سره موږ لږ تر لږه یو داسې هېواد شاته پرېښود چې د هغه هېواد پرتله چې موږ موندلی وو، د ازادۍ، زده کړې او فرصتونو خورا لوړه کچه لري».
د هغه په باور، له افغانستانه د لویدیځوالو وتل افغانستان شاتګ کړی او طالبانو هم په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي او د هغوی زدهکړې، دندې، تګ راتګ او په عامه ژوند کې ګډون یې محدود کړ او په وینا یې: «هغه ښځې چې یو وخت قاضیانې، ډاکترانې، ښوونکې، ملکي مامورینې او مدني فعالانې وې اوس په خپلو کورونو کې بنديانې شوې دي».
دغه بریتانوي قومندان زیاتوي، په هلمند کې یې د خپل ماموریت پر مهال د طالبانو د نشهيي توکو د سوداګرۍ بهیر ګډوډ کړی وو او په باور یې په هغه وخت کې بریتانیا او اروپا ته د «افغاني هیرویینو» د لېږد په کمولو کې په واقعي توګه پرمختګ شوی وو.
هغه زیاتوي: «نن ورځ، د هغو هڅو ډېره برخه بې پایلې شوې ده. د طالبانو په بشپړ کنټرول او د لوېدیځو ځواکونو په وتلو سره، د نشهيي توکو اقتصاد د افغانستان د پېچلي امنیتي او اقتصادي وضعیت یوه مهمه برخه ده. لویدیځوالو ته یو درس دا دی چې پوځي مداخله کولای شي دا ډول ستونزه وځپي، خو پرته له یوه پایښت لرونکي سیاسي حل څخه یې په دایمي توګه نه شي حل کولای».
نوموړي په ډاګه کړې: «ماته د افغان ښځو په اړه اوسنۍ چوپتیا درک کول خورا سخت دي. په غزه او نورو ځایونو کې د ملکیانو د کړاوونو په اړه په حقه سره جذباتی کمپاینونه روان دي. مګر دا غږونه چېرته دي کله چې افغان نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع کېږي؟ د اعتراض غږونه چېرته دي کله چې ښځې له پوهنتونونو، دندو او عامه ژوند څخه اېستل کېږي؟ هغه قهر چېرته دی کله چې د ښځو پوره یو نسل له خپلو خورا اساسي ازادیو بې برخې کېږي؟»
هغه څرګنده کړې: «که موږ په ریښتیا په نړیوالو بشري حقونو باور لرو، نو پر افغان ښځو ظلم او جبر باید د اخلاقي روښانتیا مستحق وي».
نوموړی د افغانستان اوسنی وضعیت د لویدیځوالو د ستراتیژۍ او سیاسي ارادې ناکامي بولي او په وینا یې، افغانستان بریتانیا ته چندانې ستراتیژیک ارزښت نهلري، خو په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې د لهمنځه وړلو، د ترهګرو لپاره د خوندي پناهځای نه ورکولو او د بریتانیا پر وړاندې د بریدونو لپاره د اډې په توګه د افغانستان د نه کارولو په موخه هغه هېواد ته لاړه.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې په شاوخوا ۲۰ کلنه جګړه کې د ښځینه بریتانوي نظامیانو په ګډون ۴۵۷ بریتانوي پوځیان ووژل شول، زرګونه کسان ټپیان او څه باندې ۱۰۰ کسان معلول بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او یاد بریتانوي قومندان د خپلې مقالې په یوې برخه کې وايي: «موږ باید هیڅکله د خپلو هغو ځوانانو او ښځو قربانۍ هېرې نهکړو چې هلته استول شوي وو، او نه هم د هغو افغانانو قربانۍ چې د هغوی تر څنګ ولاړ وو».
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بریتانیايي ځواکونو افغان متحدین لا هم بریتانیا ته د لیږد په تمه په ډېرو سختو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.