
په کاپیسا کې تېرکال د ۱۱۰ ټرافیکي پېښو پرمهال ۲۶ کسان مړه شوي
په کاپیسا کې د طالبانو تر واک لاندي د ټرافیکو اداره وايي، چې تېرکال په دغه ولایت کې ۱۱۰ ټرافیکي پېښې ثبت شوې دي. د یاد ولایت د ټرافیکي پېښو د څېړنې مدیر شکرالله افغانیار وايي، د دغه ټرافیکي پېښو پرمهال ۲۶ کسان مړه او ۱۶۶ نور ټپیان شوي دي.



















