
امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې د تاجکستان او افغانستان سرحدي سیمو ته لاړ نه شي
په دوشنبه کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتي، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پرتو سرحدي سیمو، په ځانګړې توګه د تاجکستان خودمختاره ولایت بدخشان ته لاړ نه شي. د امریکا د سفارت په وینا، د افغانستان په بدخشان کې وروستیو نښتو د تاجکستان پر امنیتي وضعیت هم اغېز کړی دی.



















