
روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو تر ۳۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۳۲۲ افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، ازاد او خپل هېواد ته ستانه شوي دي. یاد وزارت ویلي، چې دغه کسان د ننګرهار او کندهار له لارو ستانه شوي او خپلو مېنو ته لېږدول شوي دي.



















