
د کندوز پوهنتون یو محصل: د درېیم او څلورم ټولګي محصلان موږ ته درس راکوي
د کندوز پوهنتون د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو پوهنځي د پنځم سمسټر یو محصل افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یوشمېر مضمونونه د درېیم او څلورم ټولګي محصلان ورته تدریس کوي. نوموړي زیاته کړې، ډېری استادان د طالبانو د فشارونو له امله له افغانستان نه وتلي او یا یې هم استعفا کړې ده.



















