
هامبورګ کې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ او د افغانستان پر وضعیت کنفرانس ترسره شو
په جرمني کې د «افغانستان – هامبورګ» تر سرلیک لاندې کنفرانس ترسره شو. په دغه کانفرانس کې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ وروسته د افغانستان پر سیاسي، ټولنیز او بشري وضعیت، د ښځو او نجونو پر حقونو او د افغانستان په اړه د جرمني پر تګلارو بحث شوی دی.



















