
یوه طالب چارواکي په هرات کې پر ملکي وګړو برید «ترهګریز» بللی دی
د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي، چې د انجیل ولسوالۍ په دهمهري سیمه کې پر ملکي وګړو ډزې یو «ترهګریز برید» وو. نوموړي پرته له دې چې کومه ځانګړې ډله یاده کړي ویلي، چې د دې پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.



















