
د اندونیزیا ولسمشر له روسیې څخه د تېلو پېرلو په موخه مسکو ته سفر کوي
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد هېواد ولسمشر پرابوو سوبیانتو روسیې ته رسمي سفر کوي. سوبیانتو به د سفر په ترڅ کې له پوتین سره د تېلو پېرلو او انرژۍ په تړاو خبرې وکړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد هېواد ولسمشر پرابوو سوبیانتو روسیې ته رسمي سفر کوي. سوبیانتو به د سفر په ترڅ کې له پوتین سره د تېلو پېرلو او انرژۍ په تړاو خبرې وکړي.

په نیمروز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې په «سر دښت» او «مارګو دښت» سیمو کې یې له ایران څخه د درملو او نورو قاچاقي توکو د قاچاق مخه نیولې ده. طالبانو ویلي، چې د درملو د قاچاق په تور یې دوه کسان هم نیولي دي.

سرچینو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هرات ښار کې یوشمېر زرګرانو او سوداګرو د شیعه وګړو د وژنې په اعتراض کې کاري اعتصاب کړی. د جمعې په ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو پر ملکي وګړو ډزې وکړې. طالبانو په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ ښودلی.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي، چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۱ ته لوړ شو. د هغه په وینا؛ د هغو ۷ ټپیانو حالت چې نازک ښودل شوی و، د سختو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېر ۱۴۰۴لمریز کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۲۲زره او ۵۴ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره مرستې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، امریکايي چارواکي په اسلاماباد کې له ایران سره د کېدونکو خبرو اترو د پایلو په اړه هیلهمن نه بریښي او باور لري چې د دواړه خواوو ترمنځ ژور اختلافات به د چټک پرمختګ مخه ونیسي.

د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان د دوشنبې په ښار کې د ډلهییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طالقبیک ماسادکوف سره په یوه لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او امنیتي مسایلو خبرې کړې. په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې امنیت پیاوړتیا لپاره د یاد سازمان پر پروګرام هم بحث شوی.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۵۰ کیلوګرامه سپینو زرو او د درېیو ډرون کمرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د طالبانو عدلیې وزارت د یادې ډلې د مشر ملا هبتالله نوی فرمان خپور کړی، چې پهکې د ښاري بېنظمۍ او ګڼېګوڼې د مخنیوي او د لاس پلورونکو د چارو د تنظیم لپاره نوې لارښوونې وړاندې شوې. یاد وزارت وایي، دغه فرمان په څلورو مادو کې ترتیب شوی او د خپرېدو له نېټې سره سم د عملي کېدو وړ دی.

په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ ویلي، هیله لري چې د اسلاماباد خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو او د دواړه خواوو ترمنځ د شته اختلافاتو د حل لپاره د یوه مهم پړاو په توګه کار وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د وري ۲۱مه) ۷۳۱ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۳زره او ۹۰۴ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق په هرات کې د ناپېژاندو کسانو لهخوا د ملکي وګړو پر مرګژوبلې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د نویو وژنو او تاوتریخوالي مسله د هېواد د واکمنې ډلې په افراطي افکارو کې ریښه لري؛ ځکه د طالبانو په واکمنۍ کې شیعه مذهب له رسمیت څخه غورځول شوی.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) ویلي، چې تېره اونۍ په کابل، بدخشان، پکتیکا، سرپل، ننګرهار، فراه او لغمان ولایتونو کې له ۵زره او ۷۴۰ راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو سره نغدي، خوراکي او روغتیايي مرستې شوې دي.

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د یادې ډلې د عامې روغتیا ریاست څار ډلې د دغه ښار په پنځمه ناحیه کې د درملو ۸ عمده پلورنځي او د شرکتونو استازولۍ ارزولي دي. د دوی په وینا؛ له دې ډلې ۵ د درملو عمده پلورنځي د بېلابېلو سرغړونو له امله تړل شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي وایي، چې د دوی ځواکونو تېره شپه د پکتیا ډڼډپټان ولسوالۍ «قیمتي» سیمه کې د وسلو د قاچاق مخه نیولې ده. د هغه په وینا؛ په دغه نیول شویو وسلو کې ۲۰میله کرینکوف،۴ میله کلاشینکوف او ۲ میله M4 وسلې شاملې دي.

اسوشېټېډ پرېس راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو له پیل مخکې د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د امنیتي تدابیرو له امله سړکونه د نورو ورځو پرتله خالي شوي او ټولې لارې تړل شوې دي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالي نصیراحمد فایق په هرات کې د ناپېژاندو کسانو لهخوا د ملکي وګړو پر مرګژوبلې اندېښنه ښودلې. هغه وایي، دغه ډول بریدونه ښيي چې افغانستان لاهم خوندي نهدی او وسلهوالې ډلې کولای شي په دوامداره توګه هدفي او سازمان شوي بریدونه وکړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د وري ۲۲مه) خبر ورکړی، چې په روانه اونۍ کې ۸۴ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغان کډوالو لپاره د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل په لنډمهاله پنډغالي کې مېشت هغه افغانان چې افغانستان ته د ستنېدو په تمه دي وایي، د اسانتیاوو د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا؛ ان پاکو اوبو ته هم کافي لاسرسی نهلري او په ورځ کې یوازې یو ځل اوبه ترلاسه کوي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي، د امریکا استخباراتي ارزونې ښيي چې ایران لاهم زرګونه بالستیک توغندي لري او د امریکا او اسراییل له وروستیو بریدونو سره، سره د دې وړتیا لري چې تر ځمکې لاندې تاسیساتو کې خوندي شوي وېشتګرونه بیا فعال کړي.

نیویارکټایمز ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ایران په هرمز تنګي کې د ټولو اېښودل شویو ماینونو په موندلو او پاکولو کې د پاتې راتلو له امله نهشي کولی دغه ستراتیژیکه لاره د بېړیو د پراخ تګراتګ لپاره په چټکۍ سره پرانیزي.