
د طالبانو د پکتیا والي: پاکستان د پردیو په اشاره پر افغانستان او ملکي وګړو بریدونه کوي
د طالبانو د پکتیا والي ددغه ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان جګړه نه غواړي خو د تېري په صورت کې غچ اخېستل د دوی مشروع حق دی. مهرالله حماد ویلي، چې پاکستان د پردیو په اشاره پر افغانستان او ملکي وګړو بریدونه کوي.



















