
طالبانو په ۱۲ ولایتونو کې د نشهیي توکو د کاروبار په تور ۲۳ کسان نیولي
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د نشهیي توکو پر ضد ځواکونو یې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې، په ۱۲ ولایتونو کې ۲۳ کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د نشهیي توکو پر ضد ځواکونو یې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې، په ۱۲ ولایتونو کې ۲۳ کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په تهران کې د سیمهییزې ناستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا ناسته د افغانستان د سیاسي ناورینونو د حل، د ملي، سیمهییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره حیاتي فرصت ګڼل کېږي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي چې جنګیالیو یې د بدخشان ولایت په مرکز فیضآباد کې د طالبانو پر یوې قطعه برید کړی، چې په پایله کې یې درې طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

سرېلانکا کې د افغانستان پخواني سفیر محمد اشرف حیدري په ایران کې د افغانستان په تړاو د روانې غونډې په اړه ویلي، دې ناسته کې د طالبانو ګډون پرېکړه کوونکی نه دی، بلکې اصلي اهمیت دا لري چې سیمې هېوادونه افغانستان کې د مشروع حکومت د رامنځته کولو لپاره ګډه اراده او همغږي لري او که نه.

د بریټانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر او د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا فون درلاین د شنبې په ورځ د امریکا په مشرۍ د اوکراین د سولې وړاندیزونو او د روسیې کنګل شویو ملي شتمنیو د کارونې لارې چارې وڅېړلې، څو کېیف ته مالي مرسته برابره شي.

په داسې حال کې چې د تېرو دوه میاشتو راهیسې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ امنیتي کړکېچونه زیات شوي، د طالبانو ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان مولوي محمد ایوب خالد د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د امنیتي چمتوالي د لوړولو په موخه له خپلو پوستو لیدنه کړې.

د ټرانساټلانټیک استخباراتي کنسرسیوم (Transatlantic Intelligence Consortium) په یوه تازه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې لا هم تر ۴۴ پورې وسلهوالې او سختدریځې ډلې فعالې دي. دې ادعا د نړۍوالو اندېښنو نوې څپې راپارولې دي.

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر شنبه د (لیندۍ ۲۲مه) ویلي، د اروپايي ټولنې او سویس هېواد د لس مېلیونه افغانیو مالي ملاتړ او د DRC موسسې په تخنیکي همکارۍ، د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ سیمه کې د اوبو د ښه مدیریت یوه پراخه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د حزبالله مشر نعیم قاسم د بېوسلې کېدو د هر ډول اوازو له ردولو سره ویلي، حزبالله به ان د امریکا او متحدینو په فشارونو سره هم خپلې وسلې چاته ورنهکړي او همداراز یې په ډاګه کړه، چې د لبنان له پوځ سره دفاعي همکاریو ته چمتو دي.

د امریکا د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار په براون پوهنتون کې په ځايي وخت نن شپه د شویو ډزو له امله د یاد پوهنتون د معلوماتو لهمخې تر اوسه ۲ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي. لا تر اوسه د بریدګرو شمېر معلوم نهدی.

د امریکا د رود ایلند ایالت د پراوېډنس ښار په براون پوهنتون کې په ځايي وخت نن شپه ډزې شوي او د امریکايي رسنیو د راپور لهمخې، په دې ډزو کې یو شمېر زدهکړیالانو ته مرګژوبله اوښتې، خو لا هم کره شمېره یې روښانه نه ده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت خبر ورکړی، چې په کندوز کې د خصوصي سکټور لهخوا د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې لپاره یوه سړه خونه جوړه شوې ده. طالبانو ویلي، چې دغه سړه خونه د زر متریک ټنه زراعتي محصولاتو، تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې ظرفیت لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د شنبې په سهار سمنګان ته ورسېد او له ځايي طالب مسوولینو سره یې په کتنه کې وویل: د دوی نظام د ولس په همکارۍ رامنځته شوی او اوس باید د ولس د ستونزو د حل لپاره لازمې هڅې وشي.

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د شنبې په ورځ له امریکا سره د یوې هوکړې په چوکاټ کې ۱۲۳ سیاسي بندیان خوشې کړل. د نوبل د سولې جایزې ګټونکې الیس بیالیاتسکي او د اپوزیسیون مشهوره څېره ماریا کلاشنیکووا هم له هغو کسانو څخه وې، چې له څو کلونو بند وروسته خوشې شوې دي.

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ وايي، د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې په نظامي کواډکاپټر ډرون برید کې ۳ ماشومان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په دغه برید کې یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په سوډان کې د ملګرو ملتونو پر یوې لوژستیکي اډې د بېپیلوټه الوتکې برید غندلی او زیاته کړې یې ده، چې د ملګرو ملتونو پر سولهساتو ځواکونو بریدونه د توجیه وړ نه دي.

د بنګلهدېش پوځ اعلان وکړ، چې د سوډان په ابیي سیمه کې د ملګرو ملتونو پر یوې لوژستیکي اډې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ۶ بنګلهدېشي سولهساتي ځواکونه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. د بنګلهدېش پوځ وایي، له بریدګرو سره نښتې لا هم روانې دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» اعلان کړی، چې د شنبې په ورځ په سوریه کې د ډزو له امله د دغه هېواد دوه سرتېري او یو ژباړن وژل شوي او درې نور ټپیان دي. سنټکام ویلي، چې د داعش یوه وسلهوال د کمین وروسته پر امریکایي سرتېرو ډزې کړي او هغه هم د نښتې پر مهال وژل شوی دی.

په کابل کې د اذربایجان سفير الهام محمدوف د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال قدرتالله جمال سره په کتنه کې وویل، هېواد یې له طالبانو سره د سیاسي، سوداګريزو، اقتصادي او کلتوري اړيکو پياوړتیا او پراختیا غواړي.

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر خالد حنفي د ټولو ولایتونو د امربالمعروف له رییسانو سره په کتنه کې له هغوی څخه وغوښتل، چې له خلکو سره نرم او غوره چلند عمل وکړي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې د توبرکلوز او نري رنځ په برخو کې د امکاناتو او همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړي. نوموړي ویلي، چې د نړۍوالو بنسټونو په ملاتړ هڅه کوي څو خلکو ته معیاري روغتیايي خدمتونه ورسوي.