
طالبان وایي په بلخ کې یې دوه چینایي وګړي مسلمانان کړي دي
د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت اعلان کړی، چې د دوی د محتسبانو په هڅو بلخ ولایت کې د چین دوه تنه وګړي مسلمانان شوي دي. دغه وزارت ویلي چې یادو بهرنیو وګړو په خپله خوښه د دغه دین احکام منلي دي.



















