
بریتانیا د سعودي عربستان د هوايي حریم ساتنې لپاره جنګي الوتکې استوي
د بریتانیا د دفاع وزارت وايي، د سعودي عربستان د ښارونو او مهمو زیربناوو د ساتنې لپاره ټایفون جنګي الوتکې استوي، څو د یمني وسله والو د ډرونونو او توغندیزو بریدونو مخه ونیسي. لندن ټینګار کوي چې الوتکې به یوازې دفاعي ماموریتونه ترسره کوي او د برید موخه نه لري.



















