
پنځو هېوادونو په استانه کې د ټرانس ـ افغان رېلپټلۍ پروژې په اړه ناسته کړې
د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د افغانستان، قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او د ایران د استازو د ټرانسـ افغان دهلېز او د کاسا رېلپټلۍ پروژې په اړه ناسته کړې ده. په دغه ناسته کې د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو پر عملي لارو چارو او د نړیوالو مالي ادارو د پانګونې پر راجلبولو خبرې شوې.



















