
د ګډو ګټو هېوادونو سرمنشي: د طالبانو منزوي کول به افغانستان د جګړې نوي پړاو ته ټېل وهي
د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنې سرمنشي وايي، د افغانستان امنیتي وضعیت ترینګلی دی او داعش، القاعده او نورې وسلهوالې ډلې هڅه کوي چې بېثباتي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ولېږدوي. سرګي لیبیدیف ویلي، د طالبانو منزوي کول ښايي د ناورین او د کورنیو او بهرنیو جګړو د نوي پړاو لامل شي.



















