
شکریه بارکزۍ: طالبان د نیابتي جګړو پایله ده
پخوانۍ افغان ډېپلوماټه او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ ویلي، د طالبانو راڅرګندېدل یوازې د یوه کلي د هغه ملا پورې محدوده کیسه نه ه چې قران کریم یې تر تخرګ لاندې نیولی وي.

پخوانۍ افغان ډېپلوماټه او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ ویلي، د طالبانو راڅرګندېدل یوازې د یوه کلي د هغه ملا پورې محدوده کیسه نه ه چې قران کریم یې تر تخرګ لاندې نیولی وي.

اوکرایني چارواکو ویلي چې د ایلان ماسک اړوند شرکت «سپېساېکس» د سټارلېنک سپوږمکۍ انټرنېټي خدمتونه محدود کړي چې له امله یې د دغه هېواد د بریدګرو او هوايي دفاعي بېپیلوټه الوتکو عملیات له ستونزو سره مخ شوي دي.

د افغانستان د چارو څېړونکي او کابل کې د اروپايي ټولنې پخواني جګپوړي ډېپلوماټ مایکل سمپل په هالنډ کې د «هاګ عدالت د خبرو اترو» دویم پړاو غونډه کې وویل چې طالبانو په زور کابل ونیو او د افغانانو له رضایت ترلاسه کولو پرته واک ته ورسېدل.

د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د اسیا د امنیتي غونډې په څنډه کې د دوو اړخیزو همکاریو او همدارنګه د اوکراین او ایران د بحرانونو په اړه خبرې اترې کړې دي. په دې کتنه کې له امریکا سره د اړیکو پر څرنګوالي هم بحث شوی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، پاکستان د افغانستان په اړه ګڼې تېروتنې کړې دي او باید خپل تېر چلند له سره وارزوي او خپلې تېروتنې اصلاح کړي. هغه زیاته کړه، که افغانان متحد وای، طالبانو به واک ته د رسېدو توان نه درلود.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وایي چې «د ایران اسلامي جمهوریت باید نسکور شي»، خو دا یې لرې بللې چې دغه حکومت دې د اسراییلو د لړم د پنځمې نېټې تر ټاکنو مخکې سقوط وکړي.

د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو د یمني یاغیانو توغندیزو بریدونو مکې مکرمې او مدینې منورې ته د مسلمانانو د سفرونو بهیر ګډوډ کړی دی.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت په کابل کې د یوناما او د یونېسف له چارواکو سره د بشري وضعیت په تړاو خبرې کړې دي. نوموړي له دې سربېره په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیرانو ته افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه هم معلومات ورکړي دي.

د بېځایه شویو نړیوال سازمان افغانستان ته د یو شمېر افغانانو د جبري ستنولو په اړه له طالبانو سره د فرانسې د تخنیکي خبرو اترو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کډوالو شړل باید د عدالت بدیل نه شي.

د طالبانو د اقتصاد وزیر په کابل کې د قطر له سفیر مردف علي القاشوطي سره په کتنه کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د لنډ مهالي او دایمي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مرستو غوښتنه کړې. په تېرو ۳ کلونو کې یوازې له پاکستان او ایران څخه ۶،۵ میلیونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ډنمارک بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل چې که د امریکا متحده ایالات غواړي په ګرینلنډ کې د کانونو او طبیعي زېرمو کېندنې وکړي، باید دغه چاره د دغې ټاپو د سیمه ییزو قوانینو په رڼا کې ترسره شي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخوندزاده سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت مرستیال محمد ابراهیم سره په کتنه کې هغه او تخنیکي مسوولینو ته افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې. د سعودي عربستان د انرژۍ مرستیال د دغې بلنې هرکلی کړی دی.

د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې ځواکونو یې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په مرکزي چوک کې د طالبانو پر درېیو پوستو تعرضي بریدونه ترسره کړي دي. د دغې جبهې د ادعا له مخې، په دغو بریدونو کې شپږ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د سرې میاشتې مشر شهابالدین دلاور د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره په کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره د پراخې همکارۍ غوښتنه کړې. دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادنو جبري را اېستل شوي کډوال له خورا ناوړه وضعیت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ وجهي صندوق، یونیسف په خپل نوي راپور کې اعلان وکړ چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې تر ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له ثانوي زدهکړو محرومې شوې دي.

یمني یاغیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان پر پلازمېنې ریاض یې د بالستیک توغندي برید کړی او د دغه ښار نړیوال هوايي ډګر، ملک خالد، یې په نښه کړی دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ پخوانی اجرایوي مشر کینیټ روټ وايي، فرانسې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه له طالبانو سره «تخنیکي خبرې اترې» پیل کړې دي. هغه زیاتوي چې دا هغه سیاست چې په فرانسه کې د مېشتو افغانانو ژوند د ځورونې او شکنجې له ګواښ سره مخ کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سيپيجې) له طالبانو غوښتي چې په ټول افغانستان کې د برېټانیا د بيبيسي راډیو د اېفاېم څپو ځنډول شوې خپرونې بې له قید او شرطه بېرته پیل کړي او پر خپلواکو رسنیو روان فشارونه پای ته ورسوي.

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د «تسلیمۍ او بیعت» او «مقاومت او قربانۍ» دوه سیاسي مسیرونه رامنځته شوي دي. هغه زیاته کړې چې اوسني طالبان د استخباراتي لوبو زېږنده دي.

د ملګرو ملتونو په جینوا دفتر کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، افغانستان ته د کډوالو جبري ستنول د روان بشري ناورین د حل پر ځای د دغه بحران د پراخېدو او دوام لامل کېږي.

د کندهار لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ مسوولینو د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په اړوند سیمه، کمېسیون مانده کې د دوو وسلهوالو مخالفینو د وژلو ادعا کړې ده.