
معنوي: افغانستان بیا د سیمهییزو او نړۍوالو استخباراتي او امنیتي سیالیو په مرکز بدل شوی
د تېر جمهوري نظام د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي کابل او کندهار ته د ترکیې د استخباراتو د مشر، د قطر د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي او د روسیې د بهرنيو استخباراتو د مشر سفرونو ته په اشارې لیکلي، چې افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ په استخباراتي او امنیتي مرکز بدل شوی.



















