
د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: طالبان باید د بيبيسي اېفاېم خپرونو ته بېرته اجازه ورکړي
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سيپيجې) له طالبانو غوښتي چې په ټول افغانستان کې د برېټانیا د بيبيسي راډیو د اېفاېم څپو ځنډول شوې خپرونې بې له قید او شرطه بېرته پیل کړي او پر خپلواکو رسنیو روان فشارونه پای ته ورسوي.



















