
پاکستانی چارواکی: د افغانستان په خاوره کې په محدوده کچه عملیات شوي دي
د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله وايي، اسلاماباد تر اوسه د شواهدو پر بنسټ د افغانستان په خاوره کې «په محدوده کچه» عملیات ترسره کړي. هغه ویلي، د پاکستان یوازینۍ غوښتنه له طالبانو دا ده چې اجازه ور نهکړي افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې د بریدونو لپاره وکارول شي.



















