سنا جرګه
۱۰۰ څوکۍ
- ۴۴جمهوريپال
- نااعلان شوې۱
- ۵۵ډیموکراتد ۲ خپلواکو په ګډون
د ۳۵ سیالیو له ډلې د ۳۴ پایلې اعلان شوې
۱۰۰ څوکۍ
د ۳۵ سیالیو له ډلې د ۳۴ پایلې اعلان شوې
۴۳۵ څوکۍ
د ۴۳۵ سیالیو له ډلې د ۴۲۵ پایلې اعلان شوې
د شمېرل شویو رایو کچه د رایې ورکولو د مرکزونو د راپورونو پر بنسټ ده؛ نااعلان شوې څوکۍ په خړ رنګ ښودل شوې دي.

د امریکا د استازو جرګې افغانالاصلې ډیموکراټ غړې عایشه وهاب د کالیفورنیا ایالت له ۱۴مې ټاکنیزې حوزې څخه د استازو جرګې د بشپړې دورې څوکۍ ګټلې ده.





په امریکا کې د ډیموکراتانو یا جمهوريپاله ګوندونو بریا ښايي د بشري حقونو، افغان کډوالو او له پاکستان سره د واشنګټن پر اړیکو اغېز وکړي؛ خو شنونکي باور لري چې د کانګرس په جوړښت کې بدلون به د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې بنسټیز بدلون رامنځته نهکړي.

د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی دی، چې د دغه هېواد په ټولو ۵۰ ایالتونو کې د ټاکنو د څارنې په موخه زر تنه څارونکي او لیدونکي ګومارلي دي. دغه وزارت دا اقدام د امریکا د ټاکنو د ورځې د څارنې په تاریخ کې تر ټولو لویه هڅه بللې ده.

د امریکا په سیاسي تاریخ کې منځمهاله ټاکنې ډېری وخت د ولسمشرۍ د لومړیو دوو کلونو په اړه د خلکو د قضاوت په توګه تعبیرېږي. خو د ۲۰۲۶ کال د نومبر درېیمې ټاکنې د ډونالډ ټرمپ لپاره تر دې هم پراخ اهمیت لري. د جمهوري غوښتونکو ګټه د ټرمپ راتلونکی واک تضمینولی شي خو ناکامي یې سرخوږی جوړوي.

د امریکا رای ورکوونکي به د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د استازو جرګې او سنا د کنټرول په اړه پرېکړه وکړي؛ دغه ټاکنې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې دوو کلونو لپاره د هغه د سیاسي واک د کچې او د دواړو ګوندونو د راتلونکي دریځ په ټاکلو کې مهمې بلل کېږي.

په داسې حال کې چې د امریکا د منځمهاله ټاکنو پیلېدو ته له ۲۴ ساعتونو کم وخت پاتې دی؛ د رویټرز او ایپسوس نوې نظرپوښتنه ښيي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کړنو د تایید کچه نږدې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې او د کانګرس په ټاکنیزه سیالۍ کې جمهوريپال د دیموکراتانو پرتله شاته دي.

د امریکا سترې محکمې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د ډونالډ ټرمپ هغه بېړنۍ غوښتنه رد کړې، چې له مخې یې غوښتل د کالیفورنیا ایالت چارواکي د هغو رایو شمېرل وځنډوي چې د غیرامریکايي وګړو لهخوا د ورکړل کېدو شک پرې شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس د منځمهاله ټاکنو له پیلېدو څو ساعته مخکې، په واشنګټن ډيسي کې د لنکن یادګار ترڅنګ خپلو پلویانو ته وروستۍ کمپایني وینا وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې، چې که جمهوريپال ګوند د استازو جرګې او سنا په منځمهالو ټاکنو کې بریا ترلاسه کړي، هر بالغ امریکایي ته به له ۵ زره ډالرو ډېرې نغدې پیسې ورکړي.