• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز ته استخباراتي سرچینې: د اوکراین ډرون کښتیو د روسیې پر جنګي بېړۍ برید کړی

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۳۱ GMT+۱

دوو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، چې د اوکراین دوو ډرون کښتیو په تور سمندرګي کې د روسیې جنګي بېړۍ سخته زیانمنه کړې ده. د روسیې دفاع وزارت هم د جمعې په ورځ ومنله چې دوو اوکریني ډرون کښتیو د شپې د دوی پر سمندري اډې د برید هڅه کړې ده.

دغه وزارت په لنډ بیان کې ویلي، چې دا برید یې له اډې بهر اوبو کې شنډ کړی دی، خو خپلې بېړۍ ته د زیان اوښتو په هکله یې څه نه دي ویلي.

اما په اوکراین کې استخبارتي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې په دغه برید کې د روسیې جنګي بېړۍ اولنګورسکي ګورنیاک سخته زیانمنه شوې او نور عملیات نشي کولی.

نوروسیسک بندر کې یوې بلې سرچینې هم رویټرز ته ویلي، چې د روسیې ستره سمندري بېړۍ خرابه شوې او دغه بېړۍ خوځېدلی نه شي نو باید سمندرغاړې ته کش کړل شي.

نوروسیسک چې د نړۍ دوه سلنه تېلو او هم د روسیې د غلو دانو د لېږد مهم بندر دی، له دې پېښې وروسته پکې د بېړیو تګ راتګ د لنډ وخت لپاره ځنډېدلی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ایکسپرېس ټریبیون: د پاکستان کابینې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک تایید کړ

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۳۳ GMT+۱

د‌ پاکستان کابینې د داسې امنیتي تړون لاسلیک تاییدکړ، چې له مخې به یې اسلام اباد ته له واشنګټن څخه د پوځي تجهیزاتو د اخیستلو لار هوارېږي. رسمي سرچینو اېکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې ته منلې، چې کابینې د امریکا او پاکستان ترمنځ د همکارۍ او امنیت په اړه د تړون د لاسلیکولو منظوري ورکړې ده.

د (CIS-MOA) په نوم دغه تړون امریکا له خپلو متحدانو او هغو هېوادونو سره لاسلیکوي، چې غواړي ور سره نږدې پوځي او دفاعي اړیکې وساتي.

د دغه تړون د لاسلیکولو په اړه تر اوسه دواړو هېوادونو رسمي څه نه دي ویلي.

د لومړي ځل لپاره دغه تړون د پاکستان د ګډو ځواکونو د مرکزي دفتر او د متحده ایالتونو د دفاع وزارت ترمنځ د ۲۰۰۵ کا په اکتوبر کې د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شو.

دغه تړون په ۲۰۲۰ کال کې پای ته رسیدلی و، خو دواړه لورو اوس نوی کړی چې ګډ تمرینونه، عملیات، روزنه، اډې او تجهیزات پکې شامل دي.

په واشنګټن کې یوې سرچینې ایکسپرېس ټریبیون ته ویلي، دا تړون ډاګیزوي چې متحده ایالات ممکن په راتلونکو کلونو کې پر پاکستان یو څه نظامي تجهیزات و پلوري.

خو د اردو یو لوړ پوړي متقاعد افسر دا تړون کم اهمیته وباله.

دغه افسر له نوم پرته زیاته کړه، چې له تړون سره، سره د پاکستان لپاره له امریکا د پوځي وسایلو اخیستل اسان کار نه دی.

دغه افسر د امریکا او هند مخ پر وده ستراتیژیکو اړیکو ته په اشاره وایي: «د واشنګټن اوږد مهاله ګټې له اسلام اباد سره سمون نه لري، خو امریکا په ځینو حساسو برخو کې پاکستان ته اړتیا لري او له همدې امله دا تړون د دواړو هدفونه پوره کوي »

پاکستان یو وخت د امریکا له سترو پوځي او امنیتي مرستو تر لاسوونکی هیواد و، خو حالات هغه وخت بدل شول، کله چې سړه جګړه پای ته ورسیده او چین د امریکا د حاکمیت ننګول پیل کړل.

دغه وضعیت واشنګټن دې ته اړ کړی، چې د چین د مقابلې لپاره له هند سره نږدې همکاري وکړي.

په همدې حال کې پاکستان امریکا خپل څو لسیزې اهمیت له لاسه ورکړی؛ خو د یوې بلې سرچینې په وینا د یاد تړون په لاسلیک سره داسې برېښي چې لږ تر لږه امریکا نه غواړي له پاکستان سره اړیکې کمې کړي.

سارا چيمپيون: له افغانستان سره د مرستو کموالی د ښځو او ماشومانو لپاره مرګونې پایلې لري

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۰۶ GMT+۱

سارا چيمپيون خبرداری ورکړی چې د افغانستان او په ورته نورو بشري ناورین کې د ښکېلو هېوادونو لپاره د برېتانیا د بهرنیو مرستو د بودیجې کمېدل به ښځو او ماشومانو لپاره مرګونې پایلې ولري.

د برېتانیا پارلمان د چهارشنبې په ورځ پر خپلې وېبپانې د یوې خپرې کړې خبر پاڼې له مخې د کارګر ګوند د استازې او د برېتانيا د استازو جرګې د نړۍوالې پرمختيايي کمېټې مشرې سارا چیمپیون په حواله د افغانستان لپاره په بودیجه کې د ۷۶ سلنه کموالی بې باوره بللی او زیاته کړې یې ده چې دا کمښت به د بې وزلو خلکو لپاره مرګونی تمام شي.

نوموړې دا څرګندونې د برېتانیا د بهرنیو مرستو په بودیجه کې د پام وړ کمښت په غبرګون کړي دي.

د سارا په خبره چې پخوانیو تجربو ته په کتو؛ د برېتانیې د بهرنیو مرستو په بودیجه کې کموالی د انساني تلفاتو لامل شوی.

هغې زیاته کړه؛ هغه وګړي چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي ډېر شمېر به یې له لوږې او قحطۍ سره مخ شي خو تر ټولو ډېرې به هغه مېرمنې، نجونې او بې وزله وګړي اغېزمن شي کوم چې په مستقیم ډول د برېتانیې له مرستو برخمن وو.

همدا راز سارا چيمپيون ویلي؛ چې د بهرنيو مرستو د کمېدو له امله به د خوارځواکۍ پر وړاندې په اړینه توګه مبارزه ونه شي او په دې هېوداونو کې به په سلګونو زره مېرمنې د جنین له منځه وړلو سره مخ او زرګونه نورې به د ماشوم د زېږون پر مهال ومري.

د برېتاینا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه بودیجه به د لڼډ مهال لپاره د سپما په موخه کمه شي او په راتلونکي کال کې به نېږدې دوه برابره بېرته زیاته شي.

ټرمپ: واشنګټن ډي سي ته ځم چې د تقلبي ټاکنو د ننګولو په تور بندي شم

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۶ GMT+۱

د این بي سي د راپور له مخې ټاکل شوې چې نن د واشکټن په وخت مازیګر څلور بجې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن ډي سي یوې فدرالي محکمې ته د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو په پایلو کې د بدلون د هڅو په تور لاړ شي.

راپور وايي چې په واشنګټن ډي سي کې له سهاره د محکمې د ودانۍ په شا او خوا سیمو کې امنیتي تدابیر نیول شوي.

سرچینه زیاتوي چې نوموړی د متحده ایالاتو د غولولو په دسیسه، د عادلانه ټاکنو له حق څخه د رایې ورکوونکو د محرومولو هڅې او د رسمي اقداماتو د ځنډولو په تور تورن دی.

تېره ورځ ټرمپ په ټروت سوشل ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "زه واشنګټن ته ځم چې د فاسدو، تقلبي او غلا شویو ټاکنو د ننګولو په تور ونیول شم". نوموړي زیاته کړې چې دا ویاړ ګڼي چې د امریکا لپاره نیول کیږي.

تمه کېږي چې نن به ټرمپ محکمې ته د حاضرېدو عادي بهیر ترسره کړي او د هغه د ګوتو نښې به هم واخیستل شي.

د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ په ۶مه د ټرمپ یو شمېر پلویانو د واک د سوله ییز انتقال د مخنیوي په خاطر د متحده ایالاتو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ او له دغې پېښې وروسته ټرمپ خپلو پلویانو ته په وینا کې ادعا وکړه چې د امریکا په ټاکنو کې درغلي شوې او له ده څخه د ده بریا غلا شوې ده.

دا په داسې حال کې ده پخوانی ولسمشر ترمپ د روان کال په جون کې په خپل کور کې د پټو دولتي اسناد د ساتلو په تور د فلوریدا ایالت یوې فدرالي محکمې کې ټينګار وکړ چې د قوانینو خلاف کار یې نه دی کړی.

ټرمپ دا مهال د امریکا د جمهوري غوښتونکو نوماندانو په ډله کې مخکښ نوماند دی چې د امریکا د ۲۰۲۴ ز کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یو ځل بیا نوماند شوی.

مسکو تر خپل واک لاندې سیمو کې اوکراینیان د روسیې د تابعیت منلو ته مجبوروي

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۶ GMT+۱

د امریکا د ییل پوهنتون څېړونکو په یوه راپور کې لیکلي چې روسیه په اوکراین کې تر واک لاندې سیمو کې د دې هېواد وګړي د روسيې د تابعیت منلو ته مجبوروي.

د دغه راپور له مخې هغه اوکراینیان چې د روسیې له غوښتنې سره مخالفت کوي ګواښل کیږي.

د امریکایي څېړونکو په راپور کې راغلي چې روسیه هڅه کوي په منظم ډول په لوهانسک، دونتسک، خرسون او زاپوریژیا سیمو کې د مېشتو اوکراینیانو هویت له منځه یوسي.

د راپور له مخې؛ اوکراینیان د روسیې د تابعیت د منلو لیوالتیا نه لري، خو دا چلند دوی له ګواښ، ډار، بشري مرستو ته د لاسرسي محدودیتونه، شړل او حتا له بند سره مخامخ کوي.

مسکو ادعا کوي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راپه دېخوا؛ کله چې کریمه ټاپو له روسيې سره یوځای شوه، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې پر اوکراین له برید وروسته شاوخوا درې میلیونه اوکراینیانو ته یې روسي پاسپورټونه ورکړي دي.

امریکایي څېړونکي وایي چې دا شمېر اوس مهال ډېر شوی او «د لوهانسک خلق جمهوریت» ادعا کوي چې د دې سیمې درې پر څلورمه برخه وګړو د روسیې تابعیت ترلاسه کړی دی.

د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو تر منځ د ۱۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د کاز اینفارم خبري اژانس د خبر له مخې په پلازمېنه استانه کې د افغان – قزاقستان د درې ورځني سوداګریز فورم د یوې برخې په توګه د دواړو لورو ترمنځ د ۱۹۰،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تجارتي تړونونه لاسلیک شول.

سرچینه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله زیاتوي چې په دې اونۍ کې د قزاقستان چارواکو، طالبانو او یو شمېر متشبثینو په درې ورځني سوداګریز فورم کې د کرنیزو وسایلو، اوړو او غوړیو د لېږد ۱۵ تړونونه لاسلیک کړل.

بلخوا د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په پایله کې د څه باندې سل میلیون دالرو پر ارزښت د تړونونو له لاسلیک کېدو خبر ورکړی.

دغه وزارت وايي چې په یاد پلاوي کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او سوداګرۍ له وزیر سریک ژومانګارین سره لیدلي دي.

دغه ناسته د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تر منځ له دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو وروسته ترسره شوې ده.

قزاقستان ته له افغانستان تللي پلاوي کې د طالب چارواکو په ګډون ۱۵۰ کسان ګډون لري چې ډېری یې سوداګر دي.