• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شاه محمود قریشي: په زندان کې د عمران خان ژوند له خطر سره مخ دی

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۲۷ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمد قریشي وايي؛ په زندان کې د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ژوند ته ګواښ پېښ دی.

قریشي وايي عمران خان اوس مهال په زندان کې له ډېر بد وضعیت سره لاس او ګرېوان دی او دا یې د واکمن سیاسي حکومت انتقامي کړنه بللې ده.

شاه محمد قریشي تېره ورځ ( اسد ۱۵ مه ) پر ټویټر په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې عمران خان د اډیاله زندان پرځای د اټک زندان ته وړل شوی دی.

قریشي نیوکه کړې، چې عمران خان د اټک په زندان کې هېڅ ډول لومړني امکانات نه لري او ډوډۍ هم ورته په سمه توګه نه ورکول کېږي .

نوموړی زیاتوي؛ د عمران خان ژوند له ګواښ سره مخ دی او باید ژر تر ژره له زندان څخه ازاد کړی شي.

د اسلام اباد د یوې محکمې د حکم پر بنسټ د لاهور پولیسو د شنبې په ورځ پخوانی لومړی وزیر عمران خان په خپل استوګنځي کې ونیو.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ویاند له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې منلې؛ چې ښاغلی خان په زمان پارک کې د امنیتي ځواکونو له خوا په خپل کور کې نیول شوی.

د پولیسو نوموړی هغه وخت بندي کړ چې د اسلام اباد یوې محکمې عمران خان د توشه خانې د دوسیې په تړاو په درې کاله بند محکوم کړ.

نوموړی پنځه کاله له سیاسي فعالیت او په ټاکنو کې له ګډون هم منع شوی دی. هغه باید سل زره کلدارې جرمانه هم ور کړي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند غړو د خپل مشر په اړه د محکمې دا پرېکړه غندلې او د پاکستان په یو شمېر لویو ښارونو کې یې لاریونونه هم کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

جنرال منیر:د پاکستان په بريدونو کې د افغانانو لاس لرل د دوحې له تړونه د طالبانو سرغړونه ده

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر نن دوشنبه د پېښور په قول اردو کې له قبایلي مشرانو سره په ناسته کې ویلي چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې د افغان اتباعو لاس لرل د سیمې امنیت او ثبات ته لوی ګواښ دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر نن دوشنبه ( اسد ۱۶ مه ) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ د پوځ مشر د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې د افغان اتباعو د لاس لرلو او په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلوالو مخالفینو د خوندي پټنځایونو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره به له هر ډول اقدامه کار واخلي.

نوموړي دا نه ده روښانه کړې چې ایا د افغانستان پر خاوره مستقیم عملیات کوي که نه؟ خو طالبانو ته په اشارې یې ویلي چې د پاکستان ضد وسلوالې ډلې د افغانستان خاوره کاروي چې دا د دوحې له تړون څخه د طالبانو سرغړونه ده.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر زیاتوي چې د پوځ مشر جنرال منیر پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ؛ مخکې له دې چې دوی له منځه یوړل شي د پاکستان حکومت ته دې تسلیم شي ځکه دوی بله لار نه لري.

په دې وروستیو کې د پاکستان ګڼو چارواکو ادعاوې کړي چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغان اتباع ونډه لري او د ټي ټي پي لوی مراکز په افغانستان کې دي.

بلخوا طالبانو د پاکستاني چارواکو ادعاوې د تل په شان رد کړي او زیاته کړې یې ده چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

په افغانستان کې د طالبانو مشر ملا هېبت الله د پاکستان په ګډون له افغان خاورې د باندې هر ډول بریدونه «حرام» بللي او هغه يې له اسلامي احکامو سرغړاوی یاد کړی دی.

تر دې وړاندې ملا یعقوب خپلو جنګیالو ته ويلي وو، چې له افغانستانه بهره جهاد نه شته.

د شمالي وزیرستان په ځانمرګي برید کې ښځه او خاوند وژل شوي

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۰ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا صوبايي چارواکي وايي؛ د دوشنبې په ورځ یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني طالبانو په یوه پخواني مرکز کې وچاوه، چې له امله یې په یو بل موټر کې واده شوې جوړه ووژل شوه.

د ځايي دولتي ادارې یوه چارواکي رحمت الله ویلي؛ چاودنه ډېورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې د چاودنې سیمې ته د بمونو د شنډولو يوه ډله هم نږدې موجوده وه، خو هغوی ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

رحمت الله وايي شک لري چې ښايي دغه ځانمرګي بريدګر خپل چاودېدونکي توکي په تېروتنه او يا هم له وخته مخکې چولي وي؛ چې د چاودنې پر مهال د ځانمرکي بريدګر موټر ته څېرمه په یوه بل موټر کې خاوند او ښځه وژل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ځانمرکی بریدګر د کومې وسلوالې ډلې اړوند و، خو نا تایید شوي راپورونه وايي چې یاد ځانمرګی د پاکستاني طالبانو پورې تړاو لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو(ټي ټي پي) له خوا په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

وسلوالو د جمعیت علمای اسلام ګوند غړی مفتي خیرالزمان صدیقي وواژه

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۲۱:۰۱ GMT+۱

راپورونه وايي چې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند غړی مفتي خیر الزمان صدیقي د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د ناپېژانده وسلوالو په ډزو وژل شوی دی.

ځایي سرچینې وايي چې نوموړی د یکشنبې په ورځ ماښام مهال په لکي مروت سیمه کې ناپېژانده وسلوالو په ډزو وواژه او وسلوال له سیمې تښتېدلي دي.

د لکي مروت اوسېدونکي او د جمعیت علمای اسلام ګوند غړي اسماعیل خټک افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه چې مفتي خیرالزمان صدیقي د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل شوی او د پلټنې لپاره پولیس سیمې ته رسېدلي دي.

مفتي خیرالزمان په لکي مروت کې د جمعیت علمای اسلام د ګوند د سمندۍ کلي د حلقې مشر و او د همدغې سیمې کونسلر هم و.

د یادونې وړ ده چې د تېرې اونۍ په یکشنبې ( ۸ اسد ) د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند په یوې غونډې کې په شوي ځانمرګي برید کې شاوخوا ۶۳ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شول چې د برید مسوولیت داعش – خراسان څانګې پر غاړه اخیستی و.

د طالبانو سفیر: له مولانا فضل الرحمن سره مو د خپلمنځي بې باورۍ پر له منځه وړلو خبرې وکړې

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۷ GMT+۱

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي چې د دې ډلې سفیر د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند له مشر سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبرې کړې دي. سردار احمد شکیب د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د دې ګوند پر غونډه د برید قربانیانو د فاتحې لپاره د فضل الرحمان کور ته ورغلی و.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سفارت نن یکشنبه ( ۱۵ اسد ) په یو ټویټ کې لیکلي دي چې ښاغلي شکیب له مولانا فضل الرحمن سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د بې باورۍ له منځه وړلو په اړه غږیدلی دی.

په اسلام اباد د طالبانو سفارت د دغې لیدنې نور جزیات نه دي په ډاکه کړي او نه یې دا ویلي چې پر نورو کومو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د خیبربښنوخوا ایالت باجوړ سیمه کې د تیرې یکشنبې ( ۸ اسد ) د مولانا فضل الرحمن ګوند باندې شوي ځانمرګي برید کې شاوخوا ۶۳ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شول چې د برید مسوولیت داعش – خراسان څانګې پر غاړه اخیستی وه.

چې کله په افغانستان کې جمهوریت واکمن وه، مولانا فضل الرحمن او ډله یې په افغانستان کې د طالبانو جګړې پلوي کوله. خو له طالب استازي سره اوسنۍ غونډه کې یې ویلی چې طالبان او پاکستان دې د ( تروریزم ) له منځه وړلو لپاره خپلې اړیکې قوي کړي.

له برید وروسته پاکستاني چارواکو پر افغانستان تور پورې کړ چې پاکستان ضد وسلوال د افغانستان په خاوره کې مرکزونه لري او له هغه ځایه بریدونه پلانوي، دوی خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې وسلوال به په نښه کړي.

د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې د طالبانو له غبرګون سره مخ شوې ، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیخ الله مجاهد د باجوړ وروستۍ برید غندلی او ویلي وو چې طالبان چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرضد وکاروي.

د پاکستان په سند ایالت کې د اورګاډي چپه کېدلو پېښه کې ۳۰ کسان ووژل او تر ۸۰ ډېر ټپیان شول

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د پاکستان په سند صوبه کې د اورګاډي د لسو ډبو د چپه کېدو له امله تر ۳۰ کسان ووژل او تر ۸۰ ډېر ټپیان شول.اورګاډی له کراچۍ نه د پنجاب راولپنډۍ ښار ته روان و، چې په نواب شاه ولسوالۍ کې یې ډبې له پټلۍ وغړېدې او چپه شوې. د پېښې مړي او ټپیان د نوابشاه او سانګړ روغتونونو ته وړل شوي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د دې دواړو سیمو په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

پولیس او ژغورونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او ځايي خلک هم د خلکو په ژغورلو بوخت دي.

لا هم د اورګاډي د چپه کېدو علت مالوم نه دی، خو سپرلۍ یې ویلي چې ډېر کسان پکې سپاره وو.

له دې پېښې وروسته پر دغه پټلۍ ته د ګاډو چلښت بند شوی دی.