ایراني پوله ساتو ۱۵۶ کسان د افغانستان په پوله نیولي

په ایران کې د زابل د مرکزي قطعې قوماندان ویلي، چې د دغه هېواد پوله ساتو د ایران او افغانستان په ګډه پوله کې ۱۵۶ نا قانونه کسان نیولي دي. د پرویز قاسم زاده په وینا، دغو کسانو غوښتل په نا قانونه توګه ایران ته واوړي.





