طالبان: برېټانیا دې د رواني ناروغانو او په زړه سوري اخته ماشومانو درملنه کې همکاري وکړي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي په دوحه کې د افغانستان لپاره د برېټانیا د سفیر رابرټ ډېکسن سره لیدلي او د رواني ناروغانو او په زړه سوري اخته ماشومانو په درملنه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.