یو ایرانی چارواکی په بېرجند کې د افغانستان د قونسلګرۍ د جوړېدو په لټه کې دی

د سویلي خراسان د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال له اړونده بنسټونو وغوښتل، چې «په بیرجند کې دې د افغانستان قونسلګرۍ د ځای پر ځای کولو» موضوع وڅاري. جواد اشرفي وویل، چې دغه بنسټ به افغانستان ته د توکو په صادرولو کې اسانیاوې برابرې کړي.