ژغورنې نړیواله کمېټه: د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو ۲ کاله وروسته بشري اړتیاوې په کم ساري ډول زیاتې شوې. دغه مرستندویه سازمان د بشري مرستو د کمښت له امله د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره د مخامخ کېدو لپاره اندېښنه څرګندوي.





