ایران سفارت: ۲۵ کاله وړاندې په مزارشریف کې پر ایراني ډیپلوماټانو برید نه بخښوونکی جنایت و

په کابل کې د ایران سفارت وایي، ۲۵ کاله وړاندې په مزارشریف کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ برید یو نه بخښوونکی جنایت و، او د دغه برید په کلکه غندنه کوو. ایران د دغې پېښې پړه پر طالبانو اچوي او زیاتوي، چې ایرانیان به هېڅکله دغه غمیزه له یاده و نه باسي.





