• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانیا د بې قانونه کډوالو د مخنیوی لپاره له ترکیې سره هوکړې ته ورسېده

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۲۸ GMT+۱

بريتانيا وايي، له ترکيې سره يېداسې هوکړه کړې، چې له مخې یې د دېمديترانه يي هېواد له لارې اروپا ته د ناقانونه کډوالو د تګ بهیر ورو شي. د رویټرز خپري اژانس د راپور له مخې، په دې تړون کې د قاچاقیانو او د کډوالو لېږدوونکو کښتیو پرضد د پوليسو ګډ عمليات هم شامل دي.

د رویټرز خبري اژانس د چارشنبې ورځې د راپور له مخې، د بریتانیا حکومت وايي،د دې هوکړه لیک له مخې به دوی د ترکیې د پولیسو د هغه نوي مرکز ملاتړ وکړي چې د قانون پلي کولو په برخه کې د همکارۍ لپاره ایجاد شوی دی.

د بریتانیاد کورنیو چارو وزیرخ سویلا برېورمن د سې شنبې په ورځ دا هم وویل، چې د نوي هوکړه لیک له مخې به د ګمرکونو معلومات ډیر ژر تبادله کېږي.

سویلا برېورمن زیاتوي: «له نږدې ملګرې او متحدې ترکیې سره زموږ ملګرتیابه زموږ د قانون پلي کوونکو ادارو ته دا وړتیا ورکړي چې په دې نړیواله ستونزه کې په ګډه کار وکړي او د کوچنیو کښتیو د لېږد لړۍ ودروي.»

د راتلونکي کال له احتمالي ټاکنو مخکې په بریتانیا کې د بې قانونهکډوالۍ مسله په سیاسي ایجنډا کې مهمه ده.

د بریتانیا لومړي وزیر رشي سونک دغه هېواد ته د بې قانونهکډوالو د شمیر کمول د دې کال مهمه ژمنه بللې.

دې کار سره هغه هڅه کوي چې نظر پوښتنو کې د اپوزیسیون کارګر ګوند برلاسی کم کړي.

دې ورستیو ورځو کې بریتانیا ځینې پناغوښتونکي سوېلي سمندرغاړه کې یوې بېړۍ ته ولېږدول.

برینانیا دې پلان سره غواړي د کډوالۍ برخې لګښت او هوټلونو کې د بې قانونه کډوالو مېشتول کم کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین ډله یوځلې بیا په نښه شوه

۱۸ زمری ۱۴۰۲ - ۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسله والو لخوا د پوليو ضد واکسین په ‌‌‌‌‌‌ډله برید کې، د دې ډلې یو ساتونکی وژل شوی. دغه برید نن د سه شنبې په ورځ د زمري په اتلسمه نېټه د بنو په مري رو‌‌‌‌‌‌ډ د پولیو ضد واکسین په کارکوونکو شوی دی.

په سیمه کې امنیتي چارواکي وایي، بریدګر له سېمې تښتېدلي او دوی یې په اړه پلټنې پيل کړې دي، خو له دې سره یې هلته د پولیو ضد واکسین کمپاین هم ځنډولی دی.


سږنی کال په خیبر پښتونخوا کې د پولیو یا ګوزڼ په ناروغۍ د اخته ماشومانو دوه پېښې ثبت شوې، چې دواړه یې په همدغه بنو ولسوالۍ کې وې.

د ۲۰۲۲ کال په ټول پاکستان کې د پولیو شل پېښې ثبت شوې چې ټولې په خیبر پښتونخوا کې وې، خو په ۲۰۲۱ کال کې د پولیو یوازې یوه پېښه ثبت شوې وه چې هغه هم په بلوچستان کې وه.


تر دې څو ورځې وړاندې په بلوچستان کې هم د پولیو ضد کمپاین پر ‌‌‌‌‌‌ډله برید شوی و، چې له امله یې د دغې ډلې دوه ساتونکي وژل شوي وو.

"د ایران پولې ته څېرمه په سلګونو ځانمرګي بریدګر"؛ د اوبو پر سر د ایرو لاندې د بل اور کړکېچ

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۳۴ GMT+۱

بلومبرګ خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې د ایران او طالبانو ترمنځ د اوبو د کړکېچ له کمېدو سره - سره طالبانو د ایران د ولسمشر ابراهیم ريیسي له ګواښ وروسته د ایران پولې ته څېرمه زرګونه سرتېري او سلګونه ځانمرګي بریدګر لېږلي دي.

دغه خبری آژانس د ایران او طالبانو ترمنځ د کړکېچ په اړه په یوه تفصیلي راپور کې لیکلي چې له ډېپلوماتیکو اړیکو سربېره طالبان د ایران سره د جنګ لپاره چمتو دي.

د تېرې می میاشتې په لومړیو کې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي طالبانو ته خبرداری ورکړی و، چې د هلمند سیند له اوبو د ګډې استفادې په اړه پنځوس کلن تړون ته غاړه کېږدي او د سیستان او بلوچستان د خلکو د اوبو حق دې ورکړي؛ که داسې ونه شي نو "بیا ګیله ونه کړئ چې موږ ته نه وو ویل شوي".

دغه خبرې د طالبانو له توند غبرګون سره مخ شوي او د طالبانو ویاند د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره زیان پېښونکې بللې وې.

د بلومبرګ په راپور کې د نورو مسالو تر څنګ د ایران ولسمشر ته د طالبانو د یوه غړي د مسخره کوونکي ځواب یادونه هم شوې، چې رییسي ته یې په یوې ژېړې بوشکې کې د اوبو د ورکړې وړاندیز کړی و او ویلي یې وو: "موږ مه ویروئ".

ژېړه بوشکه د طالبانو د بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونه نښه ده.

بلومبرګ لیکلي چې د اوبو پر سر کړکېچ د سرحدي شخړې لامل شوی و. دا نښته د ایران د ولسمشر له ګواښ یوه اونۍ وروسته د نیمروز ولایت او د سیستان - بلوچستان ولایت پر پوله رامنځته شوه چې په پایله کې یې دوه ایراني پوله ساتونکي او یو طالب وژل شوي دي.

له دې وروسته د اوبو پر سر د رامنځته شوي کړکېچ د حل لپاره ډېپلوماتیکې هلې ځلې پیل شوې او دواړو خواوو اعلان وکړ چې دوی غواړي یاده ستونزه په ښه نیت حل کړي. خو د بلومبرګ په وینا له ډېپلوماتیکو اړیکو او خبرو سره – سره بیا هم طالبان د جګړې لپاره چمتو دي.

یاد خبری اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکلي دي؛ چې طالبانو د سلګونو ځانمرګو بریدګرو په ګډون زرګونه وسلوال چې په امریکايي وسلو او تجهیزاتو سمبال دي د ایران پولې ته څېرمه انتقال کړي دي.

بلومبرګ د امنیتي دلایلو له امله د خپلو سرچینو نوم نه دی اخیستی، خو لیکلي یې دي؛ دا معلومات چې طالبان له ایران سره جګړې ته اماده دي، کره دي.

د انډونیزیا ولسمشر او او ای سي سرمنشي:په افغانستان کې باید د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړل شي

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۵ GMT+۱

د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیره وايي؛ د دغه هېواد ولسمشر جوکو ویدودو او د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه په جاکارتا کې لیدلي او د نورو مسایلو تر څنګ یې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په خبره ټینګار کړی دی.

د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیري رنتو مرسودي پر ټویټر (ایکس) لیکلي، چې ولسمشر ویدودو او ابراهیم طه په افغانستان کې د افغان مېرمنو او نجونو د کار او زده کړو پر حقونو خبرې کړي او ټینګار یې کړی چې جونو ښوونځي باید پرانیستل شي.

نوموړې زیاتوي چې دواړو مشرانو په افغانستان کې د روان بشري وضعیت، د بشري مرستو پر رسولو او څرنګوالي هم خبرې کړي دي.

د انډونیزیا ولسمشر او د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي دا خبرې په داسې مهال کوي، چې طالبانو په وار – وار ویلي؛ د ښځو د زده کړو او کار مساله د افغانستان داخلي مساله ده او نړۍوال پکې د مداخلې حق نه لري.

د یادونې وړ ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده کړې ځنډولي او په رسمي دفاترو کې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی دی.

لولو بنت راشد د کډوالۍ د نړۍوالې ادارې له مشر سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو په وزارت کې د نړۍوالو همکاریو لپاره د دولت وزیرې لولو بنت راشد الخاطر د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) په دې هیواد کې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له مشر ایمان ارکات سره وکتل.

د قطر خبري اژانس د راپور له مخې؛ په دې کتنه کې د قطر دولت او د کډوالۍ د نړۍوال سازمان تر منځ د همکاریو او له هغې څخه د ملاتړ او پراختیا پر لارو چارو بحث شوی.

راپور زیاتوي چې د دواړو لورو تر منځ د افغان کډوالو او د کډوالۍ د ستونزو په اړه هم خبري شوي.

همداراز هغوی په یاده برخه کې د نړۍوال تخصص د رامنځته کولو او شریک هدف د ټاکلو پر لارو چارو هم خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې د افغان اتباعو د ویستلو په بهیر کې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له کړنو ستاینه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ ل کال د اګسټ له پنځلسمې نېټې راپه دېخوا قطر له نړۍوالې ټولنې سره د افغانانو په راویستلو کې همکار دولت په توګه پاتې شوی.

امریکا هڅه کوي، چې د ایران له لوري د تیلو ټانکرونو د لېږد مخه ونیسي

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د امریکا سمندري ځواکونو اعلان وکړ، چې د ایران له لوري د تېلو د ټانکرونو د لېږد د مخینوي په موخه یې منځني ختیځ ته د لا زیاتو ځواکونو د استولو په لړ کې له درېیو زرو زیات پوځیان له دوو جنګي بېړیو سره سور سمندرګي ته استولي دي.

په منځني ختیځ کې د مېشتو امریکايي سمندري ځواکونو پنځمې بیړۍ د دوشنبې په ورځ د اګسټ په ۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې دغه شمېر امریکايي ځواکونه د یکشنبې په ورځ د سویس کانال څخه له تېرېدو وروسته سره سمندرګي ته د اخل شوي دي.

په دغې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ځواکونه «یو اېس اېس باټا» او «یو اېس اېس کارټرهال» جنګي بېړیو کې سپاره به په سیمه کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ د سمندري ځواکونو وړتیا پیاوړې کړي.

د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ ویاند ټیم هاکنز د فرانسې خبري اژانس ته وویل، دغه واحدونه د ایران د بې ثباته کوونکو فعالیتونو د مخنیوي او د ایران لخوا د سوداګریزو بېړیو د نېولو لپاره ځای پرځایشوي دي.

څو ورځې وړاندې امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي وو، پنټاګون په پام کې لري، چې د ایران د ګواښونو د مخنیوي په موخه د هرمز تنګي له لارې په سوداګریزو کښتیو کې خپل پوځي ځواکونه ځای پرځای کړي.

بل خوا یوه بل امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې د هغو پوځیانو روزنه پیل کړي چې په سوداګریزو کښتیو کې به ځای پر ځای شي.

امریکا په سیمه کې خپل ځواکونه پیاوړي کوي، او د اګسټ میاشتې په لومړیو کې، د ایران د ګواښونو څخه د هرمز په تنګي کې د بیړیو د لارو د ساتنې لپاره د امریکا د اقداماتو په دوام ، د اېف ۳۵ جنګي جېټ الوتکو یوه ډله منځني ختیځ ته ورسېدله، چې په سیمه کې د امریکا د ګزمې له بېړیو سره یوځای شي. او دغه جنګيالي به په سوریه کې د امریکا په عملیاتو کې وکارول شي.

د جولای په ورستیو کې، د پنټاګون یوه لوړ پوړي چارواکي خبریالانو ته وویل، چې امریکا د هرمز په تنګي کې د اېف۱۶ جنګي الوتکو کارول زیاتوي چې د ایران له لوري د کښتیو د لېږلو مخه ونیسي.

د پنټاګون دغه چارواکي په منځني ختیځ کې د ایران، روسیې او سوریې ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو په اړه هم اندښنه څرګنډه کړې ده.

د امریکا سمندري ځواکونو د جولای پر ۱۴مه نېټه اعلان وکړ، چې د عمان په سمندرګي کې یې په نړیوالو اوبو کې د ایران د سمندري ځواکونو له لوري د دوو سوداګریزو تیل وړونکو بېړیو د نیولو د اقدام مخنیوی وکړ.

همدارنګه د مې پر ۱۳مه نېټه ایران اعلان وکړ، چې د پانامه تېلو وړونکې بېړۍ د ایران د سپاه پاسداران له لوري په هرمز تنګي کې نیول شوې ده.

تر دې څه کم یوه اونۍ وړاندې د ایران پوځ د عمان په سمندر کې د مارشال ټاپوګانو د بېرغ سره د تیلو یو بار وړونکی ټانکر نیولی و.

د امریکا پوځ وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې په سیمه کې د ایران نږدې شل بېړۍ یا تیل وړونکي ټانکرونه نیولي او یا يې هم د نیولو هڅه کړې ده.