مولانا سراج الحق: د طالب چارواکو لوڼه په پاکستان کې زدکړې کوي

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر مولانا سراج الحق وايي، د طالبانو د اوسنیو چارواکو لوڼه او زامن په پاکستان کې د ډاکترۍ او پروفیسرۍ تر کچې پورې په زدکړو بوخت دي. هغه په طالبانو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بنديزونه لرې کړي.





