د بشري حقونو د څار سازمان: د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې جبر ډېر شوی

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې ‌‌‌‌‌‌جبر ډېر شوی او دې ډلې پر ښځو، نجونو او رسنیو ورځ تر بلې خپل سخت بندیزونه لا نور سخت کړي دي. د دې ادارې په خبره، طالبانو نجونې او ښځې له زدکړو او کار، همدارنګه له ټولنیز فعالیت او خپلواک حرکت منع کړې دي.