د پاکستان د بشري حقونو وزیر: افغانان د پاکستان په وروستیو بریدونو کې ښکېل نه دي

د پاکستان د بشري حقونو وزير رياض حسین پيرزاده ويلي، د پاکستان په بریدونو کې افغانان ښکېل نه دي او د پاکستان په وروستيو ترهگريزو پېښو کې د طالبانو حکومت یا د افغانانو تورنول د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناسم پوهاوي له امله شوي دي.