په هرات کې د پخوانیو پوځیانو کورنۍ: طالبان مو د وسلې په زور له خپلو کورونو باسي

په هرات کې د پخوانیو پوځیانو مېرمنو د هغه څه په اړه چې وایي، طالبانو په زوره له خپلو کورونو شړلي اعتراض کړی. هغوی چې د « یوولسم غونډ فامیلیو‌» اوسېدونکې دي وایي، طالبان غواړي د دغې سیمې د وګړو په ځورولو او بندیانولو سره د دوی مېنې ولکه کړي.