• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شېراز ښار د شاه چراغ پر زیارت وسله وال برید، مرګژوبله اړولې ده

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د یکشنبې ماښام د " هغو دوو وسله والو په ډزو کې" يو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې، چې غوښتل يې د شېراز ښار د شاه چراغ زیارت ته د ننه شي. ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې ۲ خادمان او ۲ زیارت کوونکي په ډزو لګېدلي.

رسنیو او چارواکو بېلابېلې شمېرې خپرې کړې دي. ایرنا خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله د وژل شویو او ټپیانو شمېر څلور تنه ښودلی دی.

د فارس والي د شېراز شاه چراغ په دې پېښه کې د يو تن د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ. خو هغه وویل چې دا شمېرې لا کره نه دي.

فارس خبري اژانس وایي، په دغه پېښه کې د ژوبلو کسانو شمېر دوه تنه دی او د دواړو حالت نازک دی.

ايسنا خبري اژانس ويلي، دواړه بريدګر وژل شوي؛ خو فارس خبري اژانس وايي، چې يو بريدګر ټپي شوی او بل بريدګر په تېښته بريالی شوی دی.

د شېراز په شاه چراغ زیارت باندې د تېر کال د لړم میاشتې په څلورمه د "داعش" له خوا وسله وال برید وشو، چې په پایله کې یې ۱۳ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول. د ایران د اسلامي جمهوریت یوې محکمې دوه افغانان په دغه زیارت د برید په تور نیولي او اعدام کړي وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د امریکا په مشرۍ سمندري ځواکونو بېړیو ته خبرداری ور کړ چې د ایران له اوبو لرې اوسي

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۷ GMT+۱

د امریکا سمندري ځواکونه وایي، په خلیج کې د دغه هېواد په مشرۍ د سمندري ځواکونو ایتلاف، بېړیو ته خبرداری ورکړی، چې د احتمالي نیونې د مخنیوي لپاره د ایران له اوبو لرې پاتې شي. په بحرین کې دامریکا د سمندري ځواکونو یو ویاند هم دا خبرداری تاییدوي.

تیموتي هاکنز وايي: "بیړیو ته مشوره ورکول کیږي چې د امکان تر حده د ایران له اوبو لرې حرکت وکړي."

ښاغلی هاکنز زیاتوي: "د نړیوال سمندري امنیت جوړښت سیمه ییزو ماڼوګانو ته د مناسبو احتیاطي تدابیرو د نیولو خبر ورکوي چېله مخې یې سیمه کې د اوسني تاوتریخواليله امله د نیونې خطر ټیټې کچې ته ورسېږي. موږ د کړکېچکمولو په لټه کې یو."

د رویټرز د راپور له مخې دا خبرداری ښیې چې په هرمز تنګي او شاوخوا کې تاوتریخوالی خورا لوړ دی.

د نړۍ د خامو تېلو او تېليتولیداتو یو پر پنځمه برخه د هرمز تنګي له لارې تېرېږي.

پنځه کاله مخکې ایران وویل، که امریکا یې پر تېلو بندیز لګوي، نو په ځواب کې دا هېواد هرمز تنګی بندوي.

د ایران سمندري ځواکونو د تېر اپریل په وروستیو او د مې په لومړیو کې هم په دغه سیمه کې تېلي بېړۍ ونیولې.

د امریکا سمندري ځواکونو تېره اونۍ وویل، د ایران له خوا د تېل وړونکو بېړیو د نیولو د مخنیوي لپاره په دوو جنګي بېړیو کې له درې زرو ډېر سرتېري له سویز کانال تېر او سور سمندرګي ته رسېدلي دي.

تر دې څو ورځې مخکې امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي وو، د ایران له ګواښونو سره د مقابلې لپاره که له هرمز تېرېدونکې سوداګریزې بېړۍ غوښتنه وکړي، نو پنټګان به په دغو بېړیو کې پوځیان ځای پر ځای کړي.

د دغو چارواکو په خبره، په دې برخه کې لا پرېکړه نه ده شوې او واشنګټن له خلیجي هېوادونو سره سلا مشورې کوي.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې په ګوادر کې پر چینايي وګړو د برید مسوولیت ومانه

۲۲ زمری ۱۴۰۲ - ۱۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان په ګوادر کې وسلوالو نن د یکشنبې په ورځ د چینايي وګړو پر کاروان برید کړی. د بلوچستان ازادۍ پوځ په نوم بلوڅ وسلواله ډله ادعا کوي چې دا برید د دې ډلې ۲ ځانمرګو کړی او پکې یې ۴ چینایي وګړي او ۹ پاکستاني سرتېري وژلي. د پاکستان پوځ د دې ډلې دا ادعا ردوي.

په سیمه کې سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دې برید کې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلوچستان ازادۍ پوځ په نوم بلوڅ بېلتونپالې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

دا ډله وایي، دوو ځانمرګو یې دغه دوه ساعته برید کې برخه درلوده، چې پکې څلور چینايي وګړي او نهه پاکستاني سرتېري ووژل شول.

خو د پاکستان پوځ وايي، په دې برید کې یوازې دوه بریدګر وژل شوي او د دغه هېواد امنیتي ځواکونو یا بل چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنيو زور اخیستی او تل ترې د چادونو، جګړو او وژنو رېپوټونه ورکړل شوي.

یوه فرانسوي سازمان په مدیترانې سمندرګي کې د څه باندې ۶۰۰ کډوالو د ژغورلو خبر ور کړ

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۱ GMT+۱

یوه فرانسوۍ نادولتي مرستندویه موسسه وايي، په تېرو دوو ورځو کې یې هغه ۶۲۳ کډوال ژغورلي چې غوښتل یې په بېړیو کې له مدیترانې سمندرګي تېر شي. په دغو کسانو کې ۱۵ ماشومان او ۱۴۶ کمعمره کسان هم شامل دي. دا په داسې مهال ده، چې نن د بریتانیا او فرانسې ترمنځ اوبو کې ۶ کډوال مړه شوي دي.

دغه بنسټ د شنبې په ورځ (د زمري۲۱مه) وویل، په ۱۵ بېلابېلو عملیاتو کې یې دا بند پاتې سرګردانه کډوال ژغورلي چې دا په خپله یو «ریکارډ» دی.

دغه بنسټ د ژغورل شویو کډوالو د هویت په اړه پر ټویټر لیکلي، چې ډېری یې د ګینه، بنګله دېش، عاجل ساحل او بورکینافاسو اوسېدونکي دي. د ټولو پناه غوښتونکو روغتیا ښه بلل شوې ده.

دا سمندري عملیات د «وایکینګ سمندر» ډلې په ۴۸ ساعتونو کې کړي او د دغه بنسټ څوارلسو مرستندویانو د ایټالیا له چارواکو سره په همغږۍ د کښتیو موقعیت پېژندلی او په مدیترانې سمندرګي کې یې بند پاتې دا کډوال ژغورلي دي.

وایکینګ سمندر د هغې کښتۍ نوم دی چې په مدیترانې سمندرګي کې سرګردانه پناه غوښتونکي ژغوري.

د «مدیترانې ایس او ایس» سمندري او بشرپال بنسټ یو خپلواک اروپایي بنسټ دی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په مدیترانې سمندرګي کې د مړینو او د دې مړینو په مخنیوي کې د اروپایي اتحادیې د ناکامۍ په غبرګون کې رامنځته شو.

له بلې خوا نن د بریتانیا او فرانسې ترمنځ اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله د یوه افغان په ګډون ۶ کډوال مړه شوي دي.

فرانسوي چارواکي وايي، په دې پېښه کې دوه کسان لا هم ورک دي او ۵۵ نور ژغورل شوي دي.

د ښځو د ۲۰۲۳ فوټبال نړیوال جام؛ انګلنډ او اسټرالیا نیمه پایلوبې ته ووتل

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۵۵ GMT+۱

د ۲۰۲۳ میلادي کال د ښځو د نړیوال جام په کوارټر فاینل لوبه کې د انګلنډ فوټبال لوبډلې د شنبې په ورځ کولمبیا ته ۱-۲ ماتې ورکړه. همدارنګه په نننیو سیالیو کې د اسټرالیا لوبډلې فرانسې ته د ٦-٧ نتیجې سره ماته ور کړه او نیمه پایلوبې ته ووته.

د انګلنډ او کلمبیا د سیالۍ لومړۍ نیمایي ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده، خو د انګلستان لوبغاړو د دویمې نیمایي په ۶۳مه دقیقېه کې بل ګول وواهه او سیاله لوبډله یې ماته کړه.

د اسټرالیا لوبډلې هم په پنالټي کې د فرانسې ماتولو سره نیمه پایلوبې ته لار برابره کړه.

انګلنډ او اسټرالیا به په نیمه پایلوبه کې سره لوبېږی.

د ښځو نهم نړیوال جام په اسټرالیا او نوي زیلنډ کې روان دی. دې جام کې ۳۲ لوبډلې په اتو ډلو کې سره لوبېږي.

محکمې ټرمپ ته خبرداری ورکړ، چې د شاهدانو له ګواښلو دې ډډه وکړي

۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۲۱ GMT+۱

د امریکا د فدرالي محکمې یوه قاضۍ د دغه هېواد پخواني ولسمشر ته اجازه ورکړه، چې د ۲۰۲۰کال د ټاکنو په اړه د خپلې قضیې په تړاو ځینې اسناد په عام محضر کې شریک کړي. په ورته مهال ټانیا چوتکان ډونلډ ټرمپ ته خبرداری ورکوي، چې له پاروونکو څرګندونو او شاهدانو ته له ګواښونو دې ډډه وکړي.

ټانیا چوتکان د جمعې په ورځ (د زمري ۲۰مه) وویل، چې د ګوندونو یا د هغوی د وکیلانو مبهمې څرګندونې چې د شاهدانو د ډارولو او د قضایي غړیو د تعصب لپاره تعبیرېږي، د محمکمې بهیر له ګواښ سره مخامخ کولای شي.

نوموړې د ډونالډ ټرمپ وکیلانو ته په خطاب کې وويل: «زه تاسو او ستاسو موْکل ته خبرداری درکوم، چې د دغې قضیې په اړه په عامه ویناوو کې خورا محتاط اوسئ، زه به د دغه بهیر د بشپړتیا د یقیني کولو لپاره هر ګام پورته کړم.»

تر دې وړاندې په قضیه کې څارنوالانو په ټولنیزو رسنیو کې د ټرمپ د ګواښونکو پیغامونو په اړه اعتراض وکړ او دا یې د شواهدو په توګه په ګوته کړل، چې پخوانی ولسمشر د محرمو شواهدو د توضیحاتو په کارولو سره د شاهدانو د ډارولو هڅه کوي.

قاضي وایي، ټرمپ په جرم تورن شوی او د نورو تورنو کسانو په څېر به د محدودیتونو سره مخامخ شي.

هغه زیاتوي، دا چې ټرمپ په یو سیاسي کمپاین بوخت دی، دا په دې معنا نه ده چې تر نورو تورنو کسانو یې ډېر یا لږ توپیر سره وشي، « دا قضیه به د معمول په څېر پر مخ ځي»

د امریکا پخوانی ولسمشر د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو په کډوډولو تورن دی، هغه تور چې ډونلډ ټرمپ یې نه مني.