د بشري حقونو یو سازمان: په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان کې شاوخوا ۲۸۳ کسان وژل شوي دي

د «روادارۍ» په نوم د بشري حقونو سازمان اعلان کړی، چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې لږ تر لږه ۲۸۳ کسان د طالبانو او نامالومو کسانو لخوا په قصدي او مرموز ډول وژل شوي. د راپور له مخې، په وژل شویو کې د تیر حکومت ۵۵ ملکي او پوځي کارکوونکي هم دي.





